کور / ترخې خبري / د اسعداباد پېښې یوبل راز لوڅ کړ

د اسعداباد پېښې یوبل راز لوڅ کړ




تېره ورځ ۹بجې دکونړولایت داسعداباد ښار جامع جومات ته مخامخ دامریکایي سرتېرو په یوبمي حمله کې ۵۴تنه ملکي  وګړي زخمیان او۳تنه شهیدان شول .


له پېښې سمدستي  وروسته افغاني النسب امریکایي ویاند خبریالانوته دتیلفون له لارې وویل چې دلاسي بم داحمله امریکایانونه بلکه دده په ویناطالبانوکړېده ده په تفصیل کې زیاته کړه چې له نږدې ودانۍ نه یوه تن لاسي بم دخلکوګڼې ګوڼې ته ورګوزارکړ  خووروسته له شک پرته څرګنده شوه چې په دې خبره دنوموړي ویاندبې ځایه تاکیدیوازې دپل غلطولوهڅه وه ترڅووکړای شي رسواشوې دسیسه پټه کړي .


دپېښې ټپیانو اوداسعدابادښارګردواوسېدونکوشاهدي  ورکړه چې له ترافیکي نښې سره له ټکروروسته چې ښوونځي ته تلونکي کمکیان اونورلاروي په دې سیمه کې راغونډ شول یوه امریکایي سرتیري پرې دګرنېډ ګوزاروکړ چې په پایله کې دافاجعه رامنځ ته شوه دکونړبي واکه والي فضل الله واحدي چې نورکله به یې له پېښې وړاندې خبریالانوته زنګ واهه داځل یې ټلیفون کارنه کاوه ښایي دڅنګلوري نورستان ولایت دوالي تمیم نورستاني برخلیک به یې سترګوته درېده چې دملکي تلفاتوپه اړه یوه جزئي اعتراف په ۲۴ساعتونوکې دولایت له څوکۍ راوغورځاوه .


بایدووایوچې دې پېښې دنورورازونودافشاکولوترڅنګ دکونړاودکابل دچارواکوایمان اووجدان هم ښه وتاله چې ددومره سترجنایت په اړه یې لاهم پټه خوله بهتري بللې .


که راشواصلې خبرې ته ددې پېښې نوعیت اودامریکایي ویاندبیړنی غبرګون داسې څرګندوي چې داپېښه دامریکایي دسیسه ګرودهغوجنایاتودلړۍ یوه کړۍ ده چې له تېرو ۸کلوراپدېخواروان دي خوعاملین یې لاهم نه معلومیږي .


نږدې ۲کاله وړاندې همداشپې ورځې وې دګردېزښار دخوست په لار دخلکوپه منځ کې چاودنه وشوه چې ۱۶تنه ېې ووژل  او۲۰نوریې ټپیان کړل پېښه همداسې مرموزه پاته وه اوځینوناخبروخولا په طالبانوتاوانوله خوڅومیاشتې وروسته دپېښې یوروغ شوي ټپي  وویل چې امریکایي سرتېروله سیمې دتېرېدوپه  وخت یوکارتن دسرک منځ ته راوغورځاوه چې کله دوی تېرشول چاودنه رامنځ ته شوه .


دغه رازتېرکال دسپین بولدک دګنج په بازارکې چې ډېره ګڼه ګوڼه پکې وي دشپې په مهال ځمکني ماینونه پټ شوي وه سهاردهمدې سیمې یوه پیره دار خلک ترې خبرکړل خوکله چې امریکایي ځايي فوځیان خبرشول چې پیره دارله دسیسې پرده پورته کړې هغه یې ونیو چې تراوسه یې بیادژونداومرګ پته نه ده معلومه شوې .دلوګر دمحمدآغې ولسوالۍ په یوه لېسه کې هم تېرکال داډول ماینونه اېښودل شوي وه چې له چاودنې وړاندې دخلکوورپام شو.


په  دې ډول دهیوادپه لراوبرکې ډېرې داسې مرموزې پېښې وژنې اوچاودنې شوې چې یوازې ملکي وګړي په کې په نښه شوي په عراق کې امریکایي دسیسوته په پام سره داشک لا له وړاندې موجودوه چې داجنایات دامریکایي بلواګروله خواترسره کیږي ترڅو دطالبانوپه وړاندې عامه نفرت راوپاروي خو دکونړ پرونې پېښۍ دغه راز په بشپړه توګه بربنډکړ اوداولس شک یې په یقین بدل کړ.


په دې کې شک نه شته چې امریکایي څارګراودسیسه جوړونکي دخپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولولپاره له هیڅ ډول جنایت څخه هم مخ نه اړوي دوی په عراق کې دشیعه اوسني اختلاف ته دلمن وهلوپه هڅه کې په لسګونوزره خلګ له ژونده محروم کړل دعراق مارکیټونه اوله ګڼې ګوڼې ډک بازارونه یې دمرګ په نندارتونونوبدل کړل اوعراقي اولس دخوښۍ اونمانځنومراسم یې په بیابیا ورپه غم کړل .


دوی په افغانستان کې هم  داډول هڅې کړي اوپه راتلونکې کې یې هم شایدوکړي خوزمونږبادرکه اولس بایدځیرک واوسي دپېښوپه اړه دبېړني قضاوت په ځای بایدلومړی دپیښوماهیت اوڅرنګوالي ته سوچ وکړي دقضیوتل ته ورشي داستعمارشومې دسیسې کله ناکله ډېرې پیچلې وي چې سړي ته ډول ډول شکونه راولاړوي هیوادوال بایددیرغلګرودبشردوستۍ په شعارونوتېرنه وزي څوک چې سلامت  کلي له بمونولاندې کوي هغه به په داډول وژنوڅنګه باک وکړي .


داسعدآباد بم بریدیوه ملي تراژیدي وه چې ددردڅړیکې یې ډېروزړونوته ورسېدې  خدای دې دمتاثرینواوزخمیانوخپلې لاړې داروکړي اواقرباؤوته دې صبراوزغم ورکړي اوزخمي شویوکمکیانودمعصومووینوپه برکت دې نورخدای دامریکایی مجرمینو مقدره شرمندګې رالنډه کړي .آمین

تبصره نسته

  1. ياره حكمت صاحب ښكلې ليكنه دې كړې ده. خداى دې اجرونه دركړي.

  2. زما په اند امريکايي ځواکونوچي کوم کار کړيدي دايي ديوي ګډوډي لپاره کړيدي ځکه چي په کونړاسعداباد ښارکي تردي دمه کومه داسي بده پيښه منځ ته نده راغلي نوپدي خاطردوي غواړي چي يوه ګډوډي رامنځ ته کړي او ولس دي ته وهڅوي چي ددوي په خلاف پاڅون وکړي اوامريکايان خپل شتون دلته دهميش لپاره وساتي خوخلک په دي پوهيږي چي تروريستان څوک دي مجاهدين اوطالبان څوک دي اوڅه لپاره جنګيږي کچيرته څوک ديرغلګرو اوياغيانو پرخلاف سنګرونه تاوده ساتي دوي ورته تروريستان وائي خومګرم داسي نه ده دوي خپله تروريستان اووحشيان دي چي ويره خپروي اودخلکو په عزت اوناموس تيري کوي اوپرکورونووراوړي الله تعالي موددي عذاب څخه خلاص کړه .
    بله ئي واوره : کله چي ناوړه پيښه وکړي اوخلک ووژني نوورته خوسااوړه خوسا لوبيا اوخيرني کمپلي ورته راوړي چي ئي بله خندا ده چي پرخلکو ئي کوي داسعداباد دتيري چاودني په بدل کي ئي خلکو ته دغه ددجال غونساغي راوړل خودکونړغيورو اومجاهدولس تري انکاروکړ اوتري ئي وانخيستل اودخپل غچ غوښتنه ئي کوله افغانانو ويښ شۍ اودديو په دسيسو اوطوطيو پوهه شۍ اودموادو څخه ئي ځان وساتۍ. مننه

  3. ګرانو هيوادولو…كومه پيښه چي په اسعداباد كي وشوه د هغي يو څه
    جزيات به درته زه هم ووايم…سهار وختي وو هلكان مكتبو ته روان وول، د امريكايانو
    موټر كوم چي د ښار په مينځ كي خراب شوي وو ولاړ وو، هلكان راغونډ شوي ول، او ددغه
    خراب شوي موټر سيل يي كاوه، په دي كي يو څه داسي ماشومان وول چي همدي مردارو
    امريكايانو پسي يي خندل، هر څوك چي داسي بدل بدل ښكاري نو خلك ورپسي خاندي، خو خير
    دا خو د پوهي واړه واړه بچيان وول خو په دي كي امريكايانو ته يي داسي زور وركړ چي
    دا ماشومان مونږ پسي ولي خاندي، نو خپلو كي يي دا صلاح كړي چي هغه بل موټر چي ولاړ
    دي د هغي څخه به ورباندي بم وغورځاوو او له دوي څخه به خپل قصد واخلو…
    نو بيا
    يي په همدغه پلان باندي بم وغورځاوو او په لسګونو د پوهي پتنګان ټپيان او شهيدان
    شول..نو دا هغه زړه بوګونكي پيښه وه چي يو څو ورځي مخكي په اسعداباد كي وشوه…خو
    تر اوسه حكومتي چارواكو ددغي په اړه خپل نظر نه دي ويلي.