کور / شعر / پښتانه

پښتانه

دسند په غاړه جل وهلي پراته
مادي لیدلي نن سبا ملګرو
په شته وطن کی بې وطنه چې دی
رښتیا چې څومره ده ګناه ملګرو
****
دنیا روانه د مریخ په لوري
خودوی وه یو بل ته ټوپک ګرځوي
دورور په مرګ بس خوشحالیږی به دوی
زړه له ارمانه ورته ډک ګرځوي
****
وخت د قلم کې یې ده توره کښلې
نودغه څومره ده ساده ملګرو
دنیا ایټم او طیاره جوړه کړه
دی لاروان دی بس پیاده ملګرو
****
لګیا دیو او بل بیخونه وهي
دورور وه مرګ ته دوی لاسونه وهي
دکمونست او د ملا په نامه
له یو او بل څخه سرونه وهي