زه یم د تورو شپو په غیږ کې ورکه
زه د زمان په ناکردو کې ورکه
زه ناوکۍ د زمانې دلاسو
کله خندیږم یا ژړیږم ولې ؟
زه یمه ښځه زه یو شرم یمه
زه یم دکور او یا د ګور لپاره
زه هغه چیغه یم چې غږ نه لرې
زه هغه اوشکه یم چې ورکه په مخ
یا دګریوان په لور روانه یمه
زما ارمان یوې بڼګې په شان
په مخ دباد لرو ځایونو وړي
ښځه پیداده تل له عیبه سره
ښځه د کور او یا دګور لپاره
زما په خوله ډیر فریادونه پراته
زما په زړه واړه غمونه پراته
زما په ژبه ګیلې ډیری دینه
د زړګي بڼ مې نن غمو وچ کړی
زما د سترګو په دریاب کې ورله
ډک له سلګو نه بارانونه دینه
دا بارانونه مې د زړه د هیلو
دا للمو ګلو ته اوبه ورکوي
زه یمه خور زه یمه مور د یو چا
نه یمه شرم نه پیغور یم د چا
زه بل څه نه زه ستا ملګری یمه
زه یم مشال ستا د تیارو د لارو
زه په سړو سړو فصلو د ژوند کې
ستا د جونګړې د اورونو نغري
وایې چې ښځه ده بلا د هر کور؟
زه یم بلا ستا د ژغورنې یاره
ستا پرهرونو ته ته ټکور ورکوم
زه ستا په شا کې په دې اوږد مزل کې
تا سره ځم د ژوند مزل تیروم
د هوسونو په اورو کې پخې
زما دزړه ټوټې کباب جوړوي
که په ریښتیا د رته ګویاشم ګله
هر سرګزشت مې یو کتاب جوړوي
وایه تر څو به یمه ګونګه کیسه
وایه تر څو به کړیدلې یمه
د زړه ګوګل کې تر مدامه پورې
وایه ترڅو به ژړیدلې یمه
زه رابعه زه عایشه یادیږم
زه یمه ښځه زه نسیم د سبا
زه یمه ښځه ستا د ژوند ملګرې
ولی په څه د کور یا ګور لپاره
ما خپله غیږ کې اتلان روزلي
ما لوړ نومونه د زمان روزلي
زما ژړا ته اسمانونو په سلګو ژړلې
زما په مینه کې ته شک مه کوه
زما نومونه د تاریخ په انګازو کې پراته
ما د ې روزلي د رزمونو بچي
څوک مې ناهیده څوک ملاله څوک نازو بولینه
زه یمه خور زه یمه مور زه یم د ژوند ملګري
ته په دې پوه یې بې له تانه په ما څه تیریږي؟
زه ستا ملګرې د دردونو یمه
زه په ناوړه طوپانود ژوند کې
بیړۍ د مینې تر ساحله وړمه
زه مريي نه یم ته ما مه خرڅوه
زه یم انسان زه دسودا نه یمه
زه خو دشرم او خندا نه یمه
زه فاطمه او زه مریم یادیږم
زه یم سپوږمۍ د تپو تورو خوارو
راشه ته واوره نن زما له زړه نه
زه یمه ګل د پسرلو دمینې
زه یمه رنګ د شین اسمان صنمه
زه یم نورلکه باران وریږم
بې له بارانه اشنا نشته سپرلي
بې له بارانه اشنا نه شته سپرلي
بې له سپرليو نه مینه نه وي اشنا
او بیا؟
چې مینه نه وي نو ژوندون به څه وي؟