کور / تازه خبرونه / عراق: موټر بم ٣٠ کسه مړه او ٤٠ ټپيان کړل

عراق: موټر بم ٣٠ کسه مړه او ٤٠ ټپيان کړل

د عراق په نصيريه ولايت کي د موټر بم چاودني ٧٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي چاودنه د نصيريه ولايت د البطحه سيمي د ګڼي ګوڼي په يوه ډګ بازار کي سوې ده چي خورا سخته مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د نصيريه ولايت پوليس وايي چاودنه د يوه موټر بم په ذريعه ترسره سوې ده چي ٣٠ کسه يې وژلي او ٤٠ نور ټپيان کړي دي او ډاکټرانو د ځينو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ بللى دئ.

په مړيو کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي او چاودني په شاوخوا سيمه کي نيژدې تعميراتو ته هم زيانونه اړولي دي.