کور / شعر / سر وان

سر وان

دغه څوک دی چه سروان دی
رهنما مو د کاروان  دی


دا مو خپل که اجنبی دی
که مو خپلولو کی پردی دی


دوی کی لویه ځان ځانی ده
راته ښکاری بی ایمانی ده


دی  بی  لاری ټول  منزلونه
توری شپی دی ګړنګونه


په بی لارو ، لارو سر دی
د کاروانه بی خبر دی


هر یو ځان ، ځانله غره دی
که سروان دی که ساده دی


دی کاروان کی انسانان دی
څوک سپین ګیری دی ځوانان دی


هم تور سری  ، ماشومان دی
څوک تنکی  تنکی  ځوانان دی


دوی  کی مینه ده وروری ده
پاک احساس ، مسلمانی ده


دوی په تمه د ژوندون دی
په  امید د سباوون  دی


ای ددی کاروان سروانه
لږ خبر شه  د کاروانه


ستا غفلت کی نابودی ده
ستا همت کی  زندګی ده


لږ دمه شه ای مغروره
ځان  فارغ کړه د غروره


دلته زړونه په لمبو دی
امیدونه په سلګو دی


په صحیح لار مو روان کړه
ته مو سیال ددی جهان کړه


افغانی  احساس اشنا کړه
دی تیارو نه جوړ سبا کړه