کور / تازه خبرونه / زابل:طالبان وايي په ميزانه ولسوالۍ کي يې ۳ پوستې نيولي

زابل:طالبان وايي په ميزانه ولسوالۍ کي يې ۳ پوستې نيولي

دوسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدی ادعا کړې چې نن سهار یې دزابل په میزانه ولسوالۍ کې له دولتي سرتیرو سره نښته شوی چې دده په وینا نښتې نژدی دوه ساعته وخت نیولی چی په ترڅ کې یې دده په خبره درې پوستې له پولیسو نیولي او ۱۵ عسکر یی وژلی دی، قاری یوسف همدا راز زیاتوي چی په یوه بله نښته کی چې دسره غره په سیمه کی دوه موټر ویجاړ کړی او پکی سپاره اته پولیس یی وژلی دی .
خو دزابل امنیه قوماندان بیا دطالب ویاند ادعا نه مني نوموړی وایی په دغه دواړو پیښو کې ددوي سرتیری نه دی وژل شوی .
دیادونی وړده چی زابل دافغانستان یو هغه ناارام ولایت دی چی اکثره مهال تری دجنګ جګړورپوټونه خپریږی.