محترمو لوستونکو !
که چیری د بشریت او انسانی نړی پسمنظر ته ځیر شو انسانانو د ابتدا څخه بیا تر یویشتمی پیړی پوری د انسا نی ژوند دبقا لپاره ډیری هلی ځلی تر سره کړی او د غیر مترقبه او طبعی حوادثو په مقابل کی د طبیعت سره لاس ا و ګریبان او د ډیرو قربانیو تر څنګ لازمی بریاوی هم تر لاسه کړی او پدی برخه کی دډیرو اکتشافاتو شاهدان دی ٠
بشر وکولای شو دګرمی ، یخنی ،مختلفو افتونو ا و امراضو سره مبارزه وکړی د خورا ک پوښاک ، سرپنا او نور حیاتی اړتیاو دلاسته راوړلو لپاره زحمت وګالی ٠
خو اساسی پوښتنه داده چه ولی پدی عصر او زمان کی هم انسانان د ولګی ، بدبختی او ناخوالو سره مخ دی ایا ددی مشکلاتو اساسی عوامل به په څه کی وی ؟ ایا لامل به یی داوی چه بشریت ددی نیمګړتیاپه له مینځه وړلو کی ناکا مه راغلی او ندی توانیدلی چه داوږ د انسانی ژوند په جریان کی دا ناخوالی له مینځه ویسی ؟ او که علت په خپله انسانانو کی دی ؟
دا هغه پوښتنی دی چه که چیری په رښتینی او دقیقه توګه وڅیړل شی او ددی مرض اساسی عوامل تشخیص او دحل نسخه ورته پیدا شی دا به یو بل ستر ګام وی په بشرۍ ټولنه کی د یو عادلا نه او انسانی ژوند د احیا لپاره ٠
ددی او نورو پوښتنو د ځواب لپاره لازمه ده چه لاندی موضوګانو ته د لوستونکو پام راوګرځوم ٠
لمړی ؛د بشری ټولنی د ژوند د تفاوتنو اصلۍ عوامل په څه کی دی ولی یو تعداد زیات وګړی په فقر او بی عدالتیو کی ژوند کوی او یو تعداد نور بیا دهرډول هوسااو لازم انسانی ژوند د مزایا او امکاناتو څخه برخورداره دی ؟
دمثال په توګه که افریقا ، اسیا اوپه مجموع کی مخ په انکشافه یا دریمی نړی هیوادو ته پام شو د فقر بدبختیو اومحرومیتونو کچه یی ډیره جګه او برخلاف دیو شمیر هیوادونو د ژوند سطحه لوړه او د قوی اقتصاد خاوندان ګرځیدلی دی ٠
دوم ؛ کوم هغه مصارفات چه نن سبا د بشرد نابودی لپاره پکارول کیږی پدی معنی هغه کارخانی چه د ټوپکو ، ټانکونو ، جنګی طیارو او دټولنیزو وژنو سلا ګانو دتولید لپار ه جوړی شوی او یا د جوړیدو په حال کی دی چه د بشریت او ځمکی دنابودی لپاره پکارول شوی او پکاریږی که چیری پدغه مصارفو د انسانانو دخیر او فلاح لپاره تری استفاده شوای وای او وشی،مکاتب ، روغتنونه او نور عام المنفعه تاسیسات جوړشوی وای او یاجوړ شی اوس به په نړی کی دانسانی تراژدیوته دپای ټکی ایښودل شوی وای دهر انسان لپاره به دیو ارام ، مرفعه او انسانی ژوند زمینه به برابره وای ٠
ایا په یو ټانک به څومر مکاتب او په یوی جنګی طیاری به څومره روغتنونه او همدا رنګه په یوی اتومی سرګلولی به څومره عام المنفعه تاسیسات جوړ وای چه په دقیقه توګه به په افریقا او نورو هیوادوکی ماشومان په سوی تغذیه نه وه مصاب اونه به جنګونو دمیلونهاو انسانانو ژوند دنابودی سره مخامخ کړیوای٠
که په دقیقه توګه ددی ناخوالو او پرابلمونو لاملونه و څیړل شی دی نتجی ته رسیږو چه ددی بی عدالتیو ، ظلم او استبداد عامل یو انسان دبل انسان ، یوه ټولنه د بلی ټولنی او همدا رنګه یو ملک د بل ملک د اتباعو په حقوقو تیری دی او د نورو د بدبختیو عاملین ګرزیدلی دی او د ټوپک او ماشینګنو په زوریی د نورو ژوند د خطر سره مواجه کړی او دخلکو په وینو یی لاسونه سره او نن د ارګاه اوبارګاه خاوندان دی چه ژوندی مثالونه یی زموږهیوادوالو په هیواد کی ددیرش کلنی تپل شوی جګړی په جریان کی په سر سترګو ولیدل او هره ورځ د نوو تراژیدیو شاهدان دی ٠
استعمار د نور د هستیو او غصب لپاره د دوو تکتیکونو اوروشونو نه استفاده کړی چه هغه د فزیکی ګرمی جګړی اوسړی جګړی طرزونه دی چه پدی وسیله یی پردی ملکونه ولجه او د منطقی د خلکو هستی یی تاراج او وګړی یی خپل غلامان ګرځولی دی ٠
د تودی جګړی مثال هغه مستقیم اشغالګره تجاوزونه دی چه د تاریخ په جریان کی قوی هیواد ونو په ضعیفه هیوادونو تر سره کړی او هغه ملک یی دخپلی مستقیمی سلطی لاند ی راوستی او د هغوی هستی او دارایی یی خپل کړی او هغه ملک یی خپله مستعمره ګر ځولی ده ٠
او بل تکتیک یی ساړه یا تبلیغاتی جنګونه دی چه د هغه په وسیلی یی دمنطقی یا ملک خلک خطا اوخپلو شومو اهدافو لپاره یی ذهنیتونو ته دخپل په ګټه تغیر ورکړیدی٠
په دغسی مواردو کی دانسانانو بعضا د پاکو او سپیڅلو احساساتو نه ګټه پورته کړی ده ٠
که په مشحص توګه په افغانستان کی د یو تعداد ګوندو ، تنظیونو ، پارټیو ، ډلو او ټپلو ته ذیر شو چه اکثراد پردو له خوا تمویل ، حمایه او سازماندهی کیږی چه د خلکو بلخصوص دځوانانو د پاکو وطنی ، ملی ،منطقو او ژبیز و احساتو نه د خپل ځان په ګټه کار اخلی چه که په دقیقه توګه ددغو تنظمونو ډلو او ټپلو سر ه په تماس کی شو اکثریت یی په دین وطن مین خلک دی چه متاسفانه د یو تعداد خاینو رهبرانو تر تاثیر لاندی راغلی او خپل هستی او ژوند یی ددی خاینو رهبرانو لپار په ډیر صداقت او ایمانداری قربانی کړی دی چه ژوندی مثال یی چا داسلام مقدس
دین په لاره کی قربان ورکړه او څوک دی چه ددی شهیدانو د وینو په بیه ځانله بلند منزلی جوړی ا و په خارجی بانکو کی دمیلیونونو ډالرو خاوندان دی ؟
که ددی لیکنی اصلی مطلب ته راشو تاریخ دا ښودلی ا و هر چاته د منلو وړ ده چه په وطن کی هیڅکله یوی ډلی ، یو تنظیم ، ګوند یا یو قوم په تنهای سره د حاکمیت چاری په بریالیتوب سره پر مخ ندی بیولی نو لازمه ده چه د وطن په بیا رغونی کی د افغانستان ټول ولسونه او خلک په ګډه برخه واخلی ،
زما په اند صرف یووالی او ورورګلوی کولی شی چه د وطن خلک ددی بدبختیو څخه نجات ورکړی او بس ، داچه څنګه دا یووالی مینځ ته راځی اوڅوک یی راوستلی شی او کوم علمی وړاندیز ددی معضلی اساسی نسخه ده دا د وطن د بادردو ، وطنپالو او خدا پرسته علماوو ، مشرانو او ټولو سیاست والو دنده ده چه بدی برخه کی مثبتی هلی ځلی وکړی او د افغانستان او د بشریت د خیر لپاره کار وکړی، داسی طرحی وړاندی کړی چه ټولو ته دمنلو وړ وی او د افغاناستان هر وګړی ته چه په رښتینی ډول دا وطن ورته ګران وی او پدغه پاک احساس سره په مختلفو لارو روان کړ شوی دی ورته د امیدواری او دژوند کولو زمینه برابره شی٠
باید د بی باوریو او اختلافو نو د مینځه وړلو لپاره مشترک او عملی کارونه تر سره شی ٠
د ا یوڅرګند حقیقت دی چه د افغانستان خلک دمختلفو نظرو تر څنګ په وطن مین خلک دی د هریو په زړنو کی د وطن د ابادی مینه شته چه پدی لارکی د هیوادوالو ریښتنی مبارزه د قدر وړ ده زموږ خلکود وطن ، ازادی او خدای په لاره کی خپل ژوند اوهستی هرڅه قربان کړل چه په خواشنی سره باید وویل شی ددی قربایو څخه نا اهلو او خرڅ شوو لیډرانو د ځان او خپلو مافیایی انډیوالانو په نفعه ګټه پورته کړه دوطن ، خاوری او اسلامیت تر شعارو لاندی یی ځانونه دشیشه یی قصرونو او میلونونو ډالرو خاوندا ن کړل٠
د وطن با درده سیاستوالو
په هر تنظیم کی چه یاست په هر لیډر چه مو باور دی دا ستاسو شخصی کار دی که موږ دخپلی لاری حقانیت بل ته کوو او دنورو څخه غواړو چه دده په لار دی لاړ شی او دهغوی رهبر دی ومنی دا به عملی نه وی ښه به داوی چه دیو شعار لاندی داسلام په خاطر د افغانیت په خاطر د انسانیت په خاطر د هغه پاکو شهیدانو د سپیڅلی وینی په خاطر د هغه کونډو یتیمانو په خاطر کوم چه دیوی مړی ډوډی لپاره د محنت شپی او ورځی تیروی نور دی بی باوریو ، تعصب ، ډلو او ټپلو ته خاتمه ورکړو او دیو افغان ، هموطن او مسلمان تر نامه یو بل ته د وروری لاس ورکړو ، صرف همدا دبدبختیو د نجات لار ده صرف همدا په مختلفو ډلو او تنظیونو تقسیم کړل شوی خلکو یووالی دی چه د وطن د ټولواقشارو خلکو او ولسونو په صادقانه همکاری د وطن مشکلات حل او یو بل ته دوروری لاسونه ورکړو او دنیاته وښیو چه افغانان دا استعداد لری او کولای شی چه په شریکه دا وطن جوړ او خپلو خلکو ته د نجات الا هیه وګرځی ٠
دا ده هغه ریښتنی لارچه کولای شی زموږ وطن ددی ناخوالو څخه وژغوری او په ګران افغانستان کی د خلکو د خیر او فلاح لپار اسلامی ، وطنی او انسانی ګامون اوچت کړی ٠
واعتصمو بحبل الله جمیعا لا تفرقو
ترجمه
د خدای په رسی منګولی ولګوی او مه جدا کیږی٠
ومن الله التوفیق