د پښتونخوا مرکزي ښار پېښور په یو هوټل کې درنه چاودنه وشوه چې د لومړنیو خبرونه ترمخه پېښه کې پنځه کسان مړه اوشل نور ژوبل شوي دي ـ د چاودنې نه مخکې وسله ترهګرو ډزې وکړې او بیا یې شهزور ګاډۍ خېبر سرک باندې واقع پېرل کانینټل هوټل سره نزدې دبیکرۍ پردوکان والوزاوه ـ د چاودنې په نتیجه کې د فايیو سټار هوټل ډېره برخه نړیدلې ده ،ګمان کیږي چې د مړو او زخمیانو شمیر کې به زیاتوالی راشي ـ د یو بل خبر دمخې په هوټل کې ناست یو ایالتي وزیر او یو سناتور هم ټپیان شوي دي ـ چاودنه دومره زوره وره وه چې ترلېرې لېرې د ودانیو شیشې ماتې شوي دي ، اوس مهال د پېښې په ځایې کې لوګې خور دې او د بریښنا د قطع کیدو له امله مرستندویان د ستونزو ښکار دي