نن د خپل پوهنتون د بهرنيو زده کوونکو د چارو د مسول دفتر ته تللي وو، هغه راته وويل چې د را روان تعليمی کال لپاره ۳۷ افغان زده کوونکي راځي، د دې خبرې په اورېدو ډېر خوشاله شوم، خو کله چې مې هغه ليست وليدی چې نيم يې د BA (د هنرونو پوهنځی) د تاریخ څانګې ته راځي يو څه خپه شوم.
هغه افغان زده کوونکي چې هندوستان ته د زده کړو لپاره يا د ICCR له لارې او يا هم په خپل شخصي لګښت راځي پوره مالومات نه لري چې کومه رشته ووايي، کومه په درد خوري او کومه بېکاره ده.
دلته زياتره زده کوونکي د BA لوستلو ته راځي په داسې حال کې چې د دې څانګې سکوپ او غوښتنې نن سبا په هند او ټوله نړۍ کې کمې دي.
د دې رشتې تر لوستلو زده کوونکو ته کار نه پيدا کيږي او خپله دوی هم نه پوهيږي چې په کومه برخه کې کار وکړي.
هغه زده کوونکي چې د ICCR له خوا راځي کولای شي هره څانګه وټاکي او ويې لولي، د BA او نورو رشتو د توپير د مالومولو لپاره به زه يوازې دا مثال ورکړم که په يوه پوهنتون کې د دې څانګې د يوه کال بيه لس زره هندۍ کالدارې ده نو د منجمنټ يا ادارې BBM د لوستلو د يوه کال بيه شپېته يا اويا زره هندۍ کالدارې دي.
زه له ټولو هغه ملګرو او افغان ورونو څخه چې هند ته د زده کړو لپاره راځي غوښتنه کوم، چې داسې رشتې وټاکي چې نه يوازې د دوی د ښه راتلونکي زېری شي ورسره د ګران افغانستان د بيا ابادۍ يو څرک شي.
ګران زده کوونکي کولای شي وړاندې تر دې چې خپله رشته وټاکي د لاندنيو څانګو په اړه مالومات راغونډ کړي، کومې چې د ننۍ نړۍ د غوښتنو سره سمې دي:
BBM د سوداګرۍ اداره کولو پوهنځی
BBA د سوداګري ادارې پوهنځی
B.COM د سوداګرۍ پوهنځی
BS.c د ساينس پوهنځی
BE د انجينرۍ پوهنځی
BCA د کمپيوټري پرواګرامونو پوهنځی
LLB د قانونپوهنې پوهنځی
BCS د کمپیوټر ساينس پوهنځی