لوی ځنګل د ځناورو دا جهان دی
نه قانون نه انسانيت لری شيطان دی
تش نومونه دی د عدل او انصاف
د وحشيت او بربريت کاروان روان دی
سخت دريځه جاهلان دی ښی او کيڼ
د شتمنو نظام هم يو غټ حيوان دی
دا تيوريانی او فلسفی تشی خبری
را نازل قهر په کور د لو ی افغان دی
خو هوډمن پښتانه شته زړه می ډاډمن دی
لا خو لمر په دنيا شته او هسک اسمان دی
دا سپيڅلی ټبرونه به ټول يو شی
نړيوالو ته روښان د پښتون شان دی
په زرهاوو کلونو لوی جنګونه شوی
اورنګ تل غليم مات کړی پهلوان دی