دلښكرګاه دملكي هوايي ډګر پرهغه نوې جوړه سوي رن وي ( ځغاست ليکه ) باندي چي تيره اونۍ يي كار پشپړ سوو د دوشنبه په ورځ داريانا هوايي شركت لمړۍ اې اين اين ۲۴الوتكه دڅه باندي څلويښتو مسافرينو له پاره راكښته سوه
داريانا دهوايي شركت دا وړوكې الوتكه كله چي دلښكرګاه پراسمان ښكاره سوه نو يي دخوشالۍ هيلي راپورته كړي
د الوتكي له پرواز نه داسي مالوميده چي دلښكرګاه پراسمان يي لمړى ځل دى نو ځكه يي پرلښكرګاه ښار باندي دري پرله پيسې دورونه وخوړل تركښته كيدو وروسته دالوتكي دپيلوټانو دعمليې مشر كپتان محمد حسن وويل ،كه څه هم دهيواد په نورو برخو كي هلمند دامنيت له مخي ښه نوم نه لري خو دكپتان محمدحسين په خبره چي دهوا نه دهلمند دسيند داوبو شين كړم او شنو بآغچو ورته سكون وركړ او هر ځل چمتو دى چي هلمند ته دمسافرينو دانتقال په موخه سفر وكړي
دلښكرګاه دملكي هوايي ډګر له پاره داريانا ددې لمړۍ الوتني دښۀ راغلاست په خاطر دټولو دولتي ادارو دمسئولين په شمول ،دهلمند دوالي مرستيال عبدلستارميرزكوال هم ورغلى وو ،ښاغلي ميرزكوال دا ورځ دهلمند دپرمختګ يوه ځانګړې ورځ وبلل او ژمنه يي وكړه چي دهلمند له پاره بۀ ټول خصوصي هوايي شركتونه وهڅوي چي دمسافرينو دليږ د په خاطر ورته الوتنې وكړي
كه څه هم يو شمير سرچيني وايي چي سباته بۀ دپامير هوايي شركت يو پرواز هلمند ته راسي خو مسافرينو دټكيټ دبيي دلوړوالي نه شكايت كوى وايي دهلمند كابل ترمنځ يو طرفه ټكټ په اوه زره افغانيو باندي پيرودل كيږي چي دبي وزلو او بي كاره كسانو له پاره سترمبلغ دى او نه سي كولي له دي اسانيتا نه كټه واخلي
ددغه مسافرينو نه چي ټول يي كابل ته تلل داهم ويله چي دكندهار او كابل ترمنځ دوه نيم زره او دهلمند سره يي بايد توپير يوازي پنځه سوه افغاني نوري وايي نه او ه زره افغاني
دوي په عين حال كي دنورو هوايي شركتونو نه هم غوښتنه كو ي چي خپل پروازونه شروع كړي تر څو ديوې سيالۍ له مخي ددې ټكټونو بيه راكښته سي
ديادوني وړ ده چي داوږدو لارو په سر ناامني، ديو شمير لارو خرابوالي او ډيرو نورومشكلاتو په خاطر دهلمند زيات خلګ حاضر دي چي دالوتكو له لاره خپل مزلونه رالنډ كړي او ارام تر خپل مقصد پوري ځانونه ورسوي
چي په دي اړه هلمند ته دزياتو خصوصي هوايي شركتونو راتګ ته اړتيا سته
بايد وويل سي وروسته له شلو كلونو هلمند ته داريانا دهوايي شركت دالمړى الوتنه وه چي ترسره يي كړه دميدان مسئولين وايي دلښكرګاه دملكي هوايي ډګر تر پشپړ جوړيدو وروسته به داميدان دهرډول الوتكي دكښناستلوجوګه وي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه