نن سه شنبې سهار شاوخوا پر نهو بجو د کنړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې د امریکايي ځواکونو پر موټر چاودنه شوې، د رپورټونو له مخې ویل کیږي په دې چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې.
د لر او بر ویبپاڼې همکار په سیمه کې وايي د مرګ ژوبلې دقیق ارقام لا تراوسه چارواکو رسنیو ته په لاس ندي ورکړي، خو د چاودنې ټوله سیمه امریکايي ځواکونو تړلې.