کور / ترخې خبري / كندوز كښي پښتانه سيتميان د پښتو په مرۍ غلي دي

كندوز كښي پښتانه سيتميان د پښتو په مرۍ غلي دي

له ډيره وخته د هيواد په كچه د ماشومانو او زده كوونكو لپاره په مورنۍ ژبه د زده كړې لپاره هڅه پيل شوى ده، په كندوز كې هم يو شمير زده كوونكي غواړي چې په خپله مورنۍ ژبه زده كړې وكړي، خو يو شمير پښتانه سيتميان غواړي چې په كندوز كې پښتو او پښتانه د تيرو څو لسيزو په څير په مورنۍ ژبه له زده كړو محروم كړي، تر اوسه په كندوز كې يو ه ليسه نشته چې په پښتو ژبه په كې هغو زده كوونكو ته چې مورنۍ ژبه يې پښتو ده زده كړې وركړل شي، څه موده وړاندې د زاخيلو په نامه ليسه چې له بنسټه يې نصاب په پښتو ژبه و د تاجك سيتمي برهان الدين رباني د واكمنۍ پر مهال يې نصاب دري شو، دغه پښتون دښمنه پخواني جمهور ريس د چاردرې ولسوالۍ ليسه چې د (( ټولنې )) په نامه وه د جمعيت په نامه واړوله، دا په داسې حال كې و چې جمهور ريس حامد كرزى د واك په ګډۍ ناست و، رباني دغه ليسه درې كاله وړاندې هغه وخت د جمعيت په نامه ونوموله چې هغه د چاردرې ولسوالۍ ته له پخوانيو جنګ سالارانو سره د ليدنې په موخه دغې سيمې ته تللې و، اوس مهال تش په نامه څو ښوونځي په پښتو دي مګر هغه ښوونځي چې د پښتو نصاب په كې تدريس كيږي، د معارف د رياست له خوا ورته كتابونه او نور اړوند توكي نه وركول كيږي او نورو ليسو په پرتله ورسره د ميرى سلوك كيږي.


د زاخيلو ليسه چې د هغې نصاب هم د رباني د واكمنۍ پر مهال دري شوى و، سږكال د تعليمي كال په پيل كې د يو مدير له خوا بيرته پښتو ته واړول شوه، خو دغه مدير ته هم د سيتميانو له خوا دسيسه جوړه شوه او هغه يې په جرم تورن كړ چې اوس مهال په زندان كې شپې تيروي، اوس د زاخيلو د ليسې مديريت يو پښتون ستمي ته ورسپارل شوى چې يو ورور يې د اطلاعات او فرهنګ ريس دى، د اطلاعات او فرهنګ ريس هم د څو كالو په موده كې هيڅ د پام وړ كارونه نه دي تر سره كړي خو ددى ځاى پښتانه دا غنيمت ګڼي چې يو پښتون ته د رياست چوكۍ وركول كيږي او تل يې په دې خاطر طرفدارى كوي چې دغه يوپښتون چې واك ور رسيدلى له دغه مقامه لرې نه شي.


خو ددى ټولو با وجود ددى پر ځاى چې سيتميان د پښتنو پر ضد راپاڅيږي هغوي په پښتنو كې داسې چنګكونه اچولي چې خپله پښتانه اوس د هغوي كارونه پر مخ وړي، او سيتميان ورته دخير پر غونډۍ ناست دي.
د زاخيلو د ليسې د بيرته دري كولو سره يو شمير زده كوونكي چې د خپلې ژبي او د خپل ملت له هغو بچو سره خواږي لري چې پر نورو ژبو زده كړې ورته ستونزمنې دي طرفدارې كوي او نه پريږدي چې دغه ليسه بيرته په دري واوړي، اوس يو شمير نور پښتانه ځوانان چې د پيداګوژي په پښتو څانګه كې زده كړې كوي كوشش كوي چې د زاخيلو ليسه په خپله اصلي بڼه چې نصاب يې په پښتو و پاتي شي، خو ددغې ليسې مدير چې په خټه پښتون سيتمى دى، يوځل بيا ددغې ليسې نصاب په دري اړول غواړي.


زما هيله د معارف د وزارت له چارواكو داده چې كه دغې ستونزې ته پاملرنه ونشي او د زاخيلو ليسه بيرته په دري واړول شي نو د كندوز ټول پښتانه به داسې فكر وكړي چې د دولت په ګډون سيتميانو د پښتنو په وركولو پسې مټې را بډوهلي دي، كه د معارف وزارت دغه خبره بابيزه وګڼي نو را ټول شوي پښتانه ځوانان به هرڅه چې يې له وسه كيده دريغ به ونه كړي او خپلې ژبې د ساتنې او د حق د غوښتلو چارې پر مخ وړي.

تبصره نسته

  1. هیله ده چې د ښونی او روزنې وزارت په ځانګری ډول ننګ صاحب دغه ستونزی ته پام وکړی.

    که د کندز ولایت پښتانه په پښتنو ژبه درس ونه وایی، لکه د هرات د بعضو ولسوالیو پښتانه، ټول به پاړسیوانان شی.
    او دا چي په خپله ژبه درس څومره اغیزمن وی، معارف وزارت ښه پوهیږی.

    که استاد ربانی دا تشویش لری، چي بیا به د کندز پښتانه په پاړسی نه پوهیږی، ډاډه د اوسی، ځکه پښتانه دومره لوړه IQ لری، چي که مطلق بی سواده هم وی، کولای شی دومره پاړسی زده کړی، چي خپل مشکل پری حل کړی. هیله ده چي کور مغزان پښتو زده کړی، ځکه چي پنځوس کاله په کابل کی اوسی، خو بیا به وایی، چي میګی!!

    هیله ده تر څو دغه پښتون مدیر ژر تر ژره را خوښی شی، او ستمی پښتون که د پشتنو په ضد کار ته ادامه ورکوی، بیا د په خپله تذکره کی، د خپل پلار د نوم په ځای ولد ربانی یا ولد دوستم ولیکی، تر څو دوی ته د ریښتیا چاپلوس ښکار شی.

  2. افسوس په هغه بې غیرته طالبانوچې د پاکستان په اشاره په پښتنو ولایاتو کې هغه غیرتي پښتانه وژني مکتبونه يې سوزي……………..، خو په شمال کې داسې بې غیرته خلک خپل د پښتنو ضد فعالیتونو ته دوام ورکوي او دوی ورته ګوري،کاش چې دوی هم دا خپله د ټوپک خوله د پښتنو پر ځای ددې ستمیانو په خوا ګرځولې وه. له یوې خوا خو به یې هغه د مزار غچ اخیستی و او له بلې خوا به یې پښتنو ته هم لږ کار کړی و.خو افسوس چې دا کار نه کوي ځکه په دې کې د ISI ګټه نشته.

  3. زما خو تر ټولو مخکی خدای ج ته دا دوعا ده چه نور نو ته د دی غریب قوم چاره وکی.
    او د ښوونی او روزنی له وزارت نه دا غوښتنه لرم چه دا موضوع په ډیر جدیت سره تعقیب کړی که نه پایلی به یی نه یوازی له تاوتریخوالی ډکی وی بلکه دا به له هغو زده کوونکو سره ډیره لویه جفا وی چه غواړی په خپله مورني ژبه زده کړه غواړی.
    او دا غیور قوم نور نو باید خپل ټول دښمنان و پیژنی چه څوک ښوونځی ور ورانوی څوک له پاسه بمونه پری را غورځوی او څوک یی په مورنی ژبه و زده کړی ته نه پریږدی.
    د ربانی سپین سترګی ؛بی حیایی ؛فاشییستی او نور غیر انسانی خویونه خو ټولو ته معلوم دی چه د قدرت لپاره له هرچا سره معاملی ته حاضرده هغه که روس وی که ایران یا فرانسه او یا شرق وی یا غرب په ربانی یی فرق نشته خو چه قدرت ته ورسیږی او دریمه سقاوی بیا راولی له ده خو ګیله نشته.
    را به شو طالب لا لا ته له ده به ګیله وکو چه د نورو په لمسون د ددی پښتنو بیچاره ګانو ښوونځی سوځوی او کلینکونه یی ورانوی لویی لاری او پلونه په بمونو الوزوی.
    ګرانه طالب جانه نور د خدای په خاطر او ددی مظلوم ولس په خاطر بس ده دا قوم خو مو له خاورو سره خاوری کړ.د سیالانوله سیالی مو وایست نو ر نو ددی قوم د علم ډیوی مه مړی کوی.
    دی وطن ته که جنګ ګټه کولای نو په دی تیرو دیرشو کلونوکی به ګل ګلزار شوی وای.

  4. ما چه څومره پلټنه وكړه ددي ټولو ستونځو مور خپله د معارف وزارت دي په خاص ډول ښاغلي ننګ صاحب چه ځان د وزارت پاليسي جوړونكي بولي هغه په واضيح الفاظو وايئ چه دا وخت د پښتو ندي دا هسي بابولالي دي او نه پوهيږي چه تر څو پښتو د معارف ژبه نشي همداسي به خواره وي ۰

  5. ګرانو او درنو لیکونک او لوستونکو تاوده سلامونه ومنی،وروسته له سلامونو نه افسوس خبره خو دا ده چه زمونږ پښتانه وروڼه خو له دی حقیقت نه ځان نه شی ژغورلی چه پښتون نه دی خو په عمل کی بیا داسی نه یاستو د مثال په توګه د اطریش د ویانا په ښار کی د ځنی دوستانو له برکته دوه کاله وړاندی د اطریش دولت دا ومنله چه زمونږ ماشومان له نورو درسونو سره خپله مورنی پښتو ژبه هم زده کړی خو ما خپله څوڅو ځله بعضی دوستانو ته ټیلفون وکړ او ورغلم او ګډون پاڼی می ورکړی خو په ډیر افسوس چه ډیر کم خلک حاضر شول ،نو مطلب می دا دی چه مونږ ته به ښوونځی هم جوړ شی ښوونځی خو زده کونکی غواړی او ښوونکی غواړی تش په نامه د پښتو په نامه سوری ناری به هیڅ ځای ونه نیسی.زمونږ سره د پښتنو د مشرانو په قطار کی ولاړ وی او د پښتو ناری وهی او څو اولادونه لری خو یو یی هم په پښتو نه پوهیږی.پښتو به هیڅ کله هم په داسی پښتنو پیاوړی نه شی.وسلام

  6. د پر دو ځه ګيله په کار ده د خپلې ژبې باید خپله پښتانه دفاع وکړی کومه دفاع هم نه ده په کار په حقیقت کې که هر پښتون پښتو ووايې او پر خپله ژبه نه يوازې وياړ وکړي بلکې د خپلې ژبې د پاره تر خپل وسه کار وګړی پرپښتو ليکنې و کړی راز راز علمی کتابونه و ژباړی نو پښتو به د هر غلیمه خوندي شي دا ننګ او دا داکتر فاروق دوی د چوکیو غلامان دي دوی د خپلو چوکیو د ستاتلو د پاره که يې د لاسه پوره شي له ټول ملکه هم ورکوی تاسې و ګورې یو دری ژبی وزیر پښتو نه وايې او زموږ پښتانه وزیران هم پښتو نه وايې دا د روغتیا وزیر و ګورۍ دا د کنړ دی کله که په اشتباه پښتو ووایي نو ټوله غلط وايي. زه خو وایم پر دغه دلالانو زړه مه تړۍ که خپله څه کولی شۍ نو ویې کړۍ که څه هم ډیر کوچنی کار وی خو ويې کړۍ هر کوچنی کار لوی ارزښت لري خو یو کار بل هم وکړۍ دغه سرکوزي پښتانه وزیران هم خوب ته مه پریږدۍ.
    والسلام

  7. تولو پشتنو ورونو ته نیکی هیلی او پیرزوینی
    درنو ورونو ستاسو نه هیریدونکی خدمتونه د پشتنو لپاره د ستاینی ور دی
    خدای دی موژ ته دیره وسه راکری چی پشنتو ته د خپل هویت د معرفی کولو لپاره زهنیت ورکرو موژ له تاسو سره یو.
    درنو ورونو زه ستاسو یوتن همفکره ملگری یم او یو دریز لرو(دپشتنو شعوری کول دی
    ما دپشتنو په سیمو کی ستنوزو او د حل لاری لپاره یو د خصوصی تلویزون طرحه ورکری وه او دهغوی د مقاماتو لخوا منل شوی ده اوس مهال زه هلته د پشتنو په سیمو کی د ستونزو د مطالعی لپاره مسوول یم
    ستاسو ورورنو دیرو معلوماتو ته ضرورت لرم
    تاسو ته سترگی په لار یم
    sorry for ignorance i didnt have the pashtoo software
    salammmmmm to all pashtoons .. ..
    ur brother Matiullah Safi

  8. تولو پشتنو ورونو ته نیکی هیلی او پیرزوینی
    درنو ورونو ستاسو نه هیریدونکی خدمتونه د پشتنو لپاره د ستاینی ور دی
    خدای دی موژ ته دیره وسه راکری چی پشنتو ته د خپل هویت د معرفی کولو لپاره زهنیت ورکرو موژ له تاسو سره یو.
    درنو ورونو زه ستاسو یوتن همفکره ملگری یم او یو دریز لرو(دپشتنو شعوری کول دی
    ما دپشتنو په سیمو کی ستنوزو او د حل لاری لپاره یو د خصوصی تلویزون طرحه ورکری وه او دهغوی د مقاماتو لخوا منل شوی ده اوس مهال زه هلته د پشتنو په سیمو کی د ستونزو د مطالعی لپاره مسوول یم
    ستاسو ورورنو دیرو معلوماتو ته ضرورت لرم
    تاسو ته سترگی په لار یم
    sorry for ignorance i didnt have the pashtoo software
    salammmmmm to all pashtoons .. ..
    ur brother Matiullah Safi
    0700018660