کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د اوباما خبري د ريا او تذوير خبري دي

د اوباما خبري د ريا او تذوير خبري دي

بارک اوباما د امريکا جمهور رئيس د قاهرې د الازهر په پوهنتون کي د اسلام او اسلامي هيوادو په هکله خبري کړي دي، چي په رسمي او ملکي کړيو کي يې پراخ انعکاس موندلی دی . ډير دا پوښتنه کوي چي اوباما ولي داخبري وکړې؟ څه پېښه شوه چي د بوش د ټيم ترڅنګه هغوی چي تر دا څلورو مياشتو مخکي بوش پر خپل خره سپاره وو اوس داسي ظاهري د خبرو په ټون کي بدلون راولي ؟ آيا يوازي د خبرو ټون بدل سوی دی او که په عمل کي هم د امريکا اشغال ګرانه او د هيوادو د هستيو د لوټېدو کرکټريې هم بدلون موندلی دی ؟


زموږ عام خلک د بارک ا وبا دغه وروستی لشمي او د غوړه مالی خبري صادقانه نه ګڼي او په دې باور دي چي که امريکا رشتيا وايي او د ملتو او هيوادو و خپلواکۍ ته درناوی لري نو مهرباني دي وکړي زموږ په وطن کي دي د پښتنو د بې عزتی او عام قتل نه لاس واخلي، زموږ دوطن غرور، زموږ خپلواکي او زموږ د هيواد ارضی تماميت ته دي احترام وکړي ، زموږ هيواد ته دي د يوه مستقل هيواد په سترګه وګوري. د استعمارچيانو چمونه دي نه کوي . او که وايي دا او کوي هغه څه چي کوي يې ، موږ ته د کرزي غوندي لاسپوڅي په واشنګټن کي را ته ټاکي خو درواغجن انتخابات بيا په کابل کي راته کوي ،نو په دې خبره دي دوی ښه سرخلاص کړي چي دا جګړه به تر قيامته روانه وي او د ختمېدو تمه دې نلري . اوباما به د خپلوتشو خبرو په بيان سره ددې وطنه څخه خير نشي وړلای، خو که بيا د سړو غوندي د دوستانو په څير دلته زموږ د امنيت ساتل غواړي نو د افغانانواو پښتنو سره دي هماغسي چلند وکړي چي ځانته يې غواړي ! خپل ډرګيان دي دلته د سوله ساتونکو په نامه نه راليږي! او د کابل د دولتي د غلو او جنايت کارانو د ډلي د ملاتړ نه دي هم لاس په سرشي .


زموږ خلک په دې هم پوهيږي چي امريکا د اسلامي هيوادونو سره نيژدې کېدل ددې د پاره نه غواړي چي ګني هغوی دي د اسلام او مسلمانانو د غمه مړه وي . اسلامي هيوادونه د طبيعي زيرمو د خدای د نعمتو لويه ذخيره او سر چينه لري . ددنيا د تيلو، ګاذو او سرو زرو عظيمي منابع همدلته پرتې دي ، امريکا په خپلو لښکر کشيو کي د کرزی يا حسنی مبارک غوندي د خپلو لاسپوڅو او ګوډاګيانو په نصبولو سره دغه منابع غواړي ځانته کش کړي او پر هيوادو يې تسلط قايم کړي . کله دیموکراسی ورته بانه کړی، کله بشری حقوق را پورته کړي، کله ترویزم بانه کړي کله دا کله هغه بانه کړي نو په دې خو هر څوک پوهيږي چي مقصد يې د اسلامي هيوادو د طبيعي ذخايرو لوټول دي . اوباما بايد موږ ته ډيکټې ونکړي چي موږ خپل هيواد څرنګه بايد اداره کړو ، يا د خپل اسلام احکام څه خېل تطبيق کړو يا د خپلو ښځو او مړو سره د خپلو اولادو او کورنيو سره څه ډول چلند وکړو. دا خبري يې په امريکا څه ؟


اوباما بايد پوه وي چي د نړۍ ملتونه او عام ولسونه خره نه دي . هغوی په هر څه پوهيږ ي . امريکا که خپله ګټه او امنيت لټوي نو افغانستان او نور هيوادونه هم خپله ګټه او امنيت لټوي . ستا هيواد امريکا چي د خپلو ګټو لپاره زموږ ښکلی هيواد دا دېرش کاله د جګړو په اور کي و سوځاوه نو پرون خو د ټروريزم سره جګړه نه وه او همدغه خلک د شورويانو څخه دخپل وطن د خپلواکۍ د پاره جنګېدل اوس چي تاسو زموږ وطن اشغال کړ، نو تاسو څرنګه شرم نلری ،دغه خلک چي بيا هم د خپل وطن د خپلواکۍ د پاره جنګيږي او ستاسو د مافيايي ډلو او د جنايت کارانو ستاسو نوکرانو شړل غواړي تاسوهغوی ته ټروريسټان او افراطيان واياست .؟


مسلمانان په دې پوهيږي چي د اوباما خبري څومره د امريکا د کړو نه ليري خبري دي، د ريا او دوه مخۍ خبري دي، د ملتو د ذلت خبري دي ، يعني ولسونه په دې پوهيږي هغه څه چي اوباما وايي تر شا يې څوک ولاړ دي او په راتلونکي کي د څه کولو هدف لري؟!


 لنډ وخت باد به د نړۍ خلکو ته لا نور هم دا ثابته شي چي امريکا څومر پر کږه لاره روان او د شیطنت خوی يې غوره کړی دی . هغه به ضرورد خپلو اعمالو د پايلو ننداره ګوري . انشاء الله .