کور / تازه خبرونه / ترکيه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړيکي غواړو

ترکيه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړيکي غواړو

 د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړېکو د ټينګښت هڅو ته به دوام ورکړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير د انقرې په هوايي ډګر کي پاکستان ته تر روانېدو دمخه دغه څرګندوني وکړې.

د بهرنيو چارو وزير احمد داوتوګلو وويل د جون پر ٩ او ١٠ به په اسلام آباد کي له پاکستاني مقاماتو او پر ١١ تر ١٣ جون پوري په کابل کي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړيکو پر پياوړتيا او پرمختګ پر لارو چارو وږغېږي.

ترکيې له تېرو درو کلونو راهيسي له هغه مهاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو په ټينګوالي کي هڅي پيل کړي چي د دواړو هيوادونو اړيکي پر يوه او بل د نيوکو له امله خرابې سوې.

د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل درې ځلي د افغان او پاکستاني ولسمشرانو کوربه توب کړئ، چي په ٢٠٠٧ کي د جنرال مشر او کرزي او په ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ کلونو کي يې د آصف زرداري او حامد کرزي ترمنځ غونډي جوړي کړې.