کور / تازه خبرونه / د وردګو ولايت په مرکز د توغنديو بريد وشو

د وردګو ولايت په مرکز د توغنديو بريد وشو


د دولت ضد د اسلامي حزب وسله والو نن سهار د وردګو ولايت مرکز ميدان ښار کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر يوې پوځي هډې باندې درانده ميزايل توغولي او بهرنيو ځواکونو ته د درندو تلفاتو د اړولو ادعا کوي، دولتي چارواکي د ميزايلو ويشتل مني، خو تلفات نه مني.


قاري منصور چې ځان د حزب اسلامي وياند معرفي کوي لر او بر ته نن
سهار وويل چې سهار مهال يې د بهرنيانو پر پوځي هډې باندې سخت بريد وکړ او يوه الوتکه چې د کېناستلو په حال کې وه ويشتلې ده.


خو د دغه ولايت يوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې د مخالفينو له خوا د ميزايل حمله شوې، ولي د بهرنيانو په سيمه کې لګېدلې تلفات يې نه دي ورته اړولي.

هغه دا هم وويل چې دغه ميزايل ميدان ښار ته څيرمه د نيږدې غرونو څخه راشړل شوي.

عيني شاهدان وايې چې نيږدي اووه نيمې بجې وې چې څو ميزايل راوشړل شول او تورې لوخړې يې په ولايت کې رامنځ ته کړې.

هغه داهم وويل چې د دې ولايت په مرکز کې اوس خلک له سختې ويرې سره مخ دي او وخت ناوخته دغه شان بريدونه کيږي.