کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانستان به څنګه ودان شي ؟

افغانستان به څنګه ودان شي ؟

دافغانستان اوسني حالت ته که مونږ ځير شو ،دا به مونږ ته ثابته شي، چې په تېر وختونو کې هم بهرنیانو زمونږ په گران وطن افغانستان باندې یرغل کړی وه ،خو اوسنيوبهرنیانو کې څه فرق شته ،فرق يې دادی، چې اوسني بهرنیان دشمالي اتلانتیک تړون ناټوسازمان تر سيوري لاندې هغه ټول ملکونه په کې شامل دي افغانستان ته راغلي دي . دغو بهرنیانو افغانستان په خپل منځ کې ويشلې دی ،په هر ولایت کې خپله مفکوره او د خپل حکومت تگلاره عملي کوي ،ټوله نړۍ شاهده ده، چې بهرنیان دافغانستان په ابادولو کې زیات کوښښ کوي، خو بیا پوښتنه دا راولاړیږي، چې ولې اوس هم افغان ولس ناراضه دى د دغه علت د بهرنیانو هغه ناوړه کارونه دي ، چې هېڅ افغان يې نشي هېرولی د خلکو په کورنوباندې بمبارد کول ،ښځې او ماشومان په سپیو خوړل ،ژورنالستان نيول او کورونه يې تلاشي کول دا هغه ظلمونه دي ، چې افغانان يې نشي زغملې دغو ظلمونو نتيجه ده، چې اوس افغانستان دبې امنتۍ په لور روان دئ .


ګرانو افغانانو! د افغانستان اوسنى حکومت ډېر بې کفیته او بې پروا دي زمونږ جمهوررييس هم د خپل شخصي هدفونه په نظر کې نيسي اود خپل قدرت او چوکۍ لپاره خلکو ته وزارتونه ورکوي ،د شمالي ټلوالې وتلى جنگسلار فیهم يې هم خپله کابینه کې شامل کړ دکرزی له حکومت نه د خلکو دومره نفرت پيداشو، چې د خپل مشکل لپاره هم حکومت ته نشي ورتلی. حکومتي چارواکي د خپل شخصي جېب ډکولو لپار کار کوي . د خوست والي حميدالله قلندرزوی د خپلو شخصي گټو لپاره خپل ورور د خوست دگمرک رييس مقرر کړی دی دا، خو لاپرېږده، چې يو کس يې د خوست راډیو تلویزيون يې جوړ کړې وه ډېر کوښښ او زیار سره د تلویزيون خپرونې 12 ساعته کړې اواعلی تعلیم يې په جرمني کې کړى دی د هغه پر ځای يې د ورکشاپ يو مستري د خوست راډیو تلویزيون رييس مقرر کړئ دئ .


اوس د تلویزون خپرونی 6 ساعته شوي اوټوله ورځ په کې سندرې نشروي اوس په تلویزيون له نيمونه زياتو کارکوونکو استعفاوى ورکړي .رييس صاحب ټوله ورځ خوبونه کوي ،شايد په څو ورځو کې د تلویزون خپرونې بندې شي کله، چې په خوست کې ځانمرگي بریدونه شوي دي د خوست والي هغه نه وروسته ولایت مقام ته هم نه دی راغلى د خپل کور نه يې دولایت دفتر جوړ کړې دی ،هر شپه په خپل کور کې موسیقی پروگرامونه کوي . د یو مثا ل وه ، چې تاسو ته مې وړاندې کړ.


گرانو لوستونکيو تاسو خپله قضاوت وکړئ داسې حکومت به څنگه د خلکو خدمت وکړي افغانستان ولس به څنگه د حکومت سره يو ځای شي او راروانو انتخاباتوکې به څنگه برخه واخلي. کرزی دی نه ژاړي کار دې اهل کار ته وسپاري له ژاړه نه څه لاسته نه راځي له وزیرانو او والیانو نه دې د پوهی پوښتنه وکړي داسې وزیرانو او والیانو ته دې وظيفې نه ورکوي، چې ولس ترې ناراضه شي اوس، خو ولس د حکومت نه ناراضه دئ .


بله دا، چې بهرنیان ، چې ځان د ولسواکۍ خاوندان بولي هغوی ولې دومره ظلم کوي .افغانستان يې پخپلو منځونو کې تقسیم کړې خپلسري عملیات کوي ،خلک پخپلو کوټوکې شهيدانوي بیا، چې لیکوال او ژورنالست د حق خبره وکړي وژني يې کورنی يې ورته بې ابرو کوي داسې حکومت هېڅ کله هم دخلکو په زړونو کې ځای نه شي نيولى داسې حکومت به افغانستان هېڅ کله ودان نه کړائ شي .