افغان او ايتلافي ځواكونو په فارياب كي د يوې غټي لاسته راوړني ادعا وكړه.
افغان ځواكونه وايي د فارياب په غورماچ ولسوالي كي يې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او هغوى يې له دې ولسوالي څخه ايستلو ته اړ كړي دي.
د فارياب والي عبدالحق شفق وايي د مى له ۱۱ نېټې څخه يې په دغه ولايت كي د توپان په نامه عمليات پيل كړي وو، چي اوس هم دوام لري او غورماچ ولسوالي يې د طالبانو له وجود څخه پاكه كړې ده.
ښاغلي شفق وايي د دې ولسوالي د امنيت د ساتلو په موخه يې ۵۰۰ افغان پوليس هلته ځاى پر ځاى كړي دي.
د شاهين ۲۰۹ قول اردو قومندان جنرال مرادعلي مراد د ققنوس آژانس ته ويلي چي د دې عملياتو په ترڅ كي يې ۴۰ وسله وال طالبان وژلي او په سيمه كي د ډاډمن امنيت تر راتلو پوري به دوام وكړي، جنرال مرداد وويل په دې عملياتو كي عامو خلګو ته هيڅ زيان نه دئ اوښتئ.