کور / تازه خبرونه / لبنان: د سعد الحريري ډلي پارلماني انتخابات وګټل

لبنان: د سعد الحريري ډلي پارلماني انتخابات وګټل

 

د لبنان په پارلماني انتخاباتو كي د سعد الحريري ګوند د عيسوي مذهبه مشر مايكل عون په مشرۍ مخالف ګوند ته سخته ماته وركړه.

د لبنان د سنيانو ګوند چي سعدالحريري يې مشري كوي د سعودي او امريكا له ملاتړ څخه برخمن دئ د دغه هيواد له ۱۲۸ چوكيو څخه ۷۰ سيټه يې ترلاسه كړل.

د حزب الله ګوند ۱۱ اميدوار كانديدان هم ټول پارلمان ته پر ننوتو بريالي سوي دي، چي د عيسويانو مخالف ګوند فقط ۳۱ چوكۍ ترلاسه كړي دي.

د لبنان انتخابات پرون د جون پر اوومه ترسره سول او د ګټونكي ګوند مشر سعد الحريري د لبنان ملت د دې برياليتوب مباركي وركړه.

د لبنان انتخابات چي د امريكا د پخواني ولسمشر جيمي كارټر په مشرۍ د ۲۲۸ كسيز هيئت له خوا څارل كېدل، ښاغلي كارټر پرون له ټولو ګوندونو څخه وغوښتل چي د انتخاباتو پايلي ومني.

د لبنان د كورنيو چارو وزير وويل تر درو ميلويونو زياتو كسانو د رايي اچولو كارډونه اخيستي وو، چي تر ۵۴% ډېرو يې پرون خپل كارډوونه وكارول.