د بي بي سي په حواله د برازيل امنيتي ځواكونو د خپلو څېړنو پر مهال د شنبې په ورځ دوه مړي او د الوتكې اړونده څيزونه پيداكړي دي. دغه الوتكه چې ۴۴۷ اى ايف جيټ نوميده، ۲۲۸ سپرلۍ پكې وې د ريډيو جينيريو څخه پاريس ته روانه وه، چې د تيرې دو شنبې په ورځ كله چې دا قيانوس اطلس په هوايي لين كې په كرښه وه ناڅاپه وركه شوه د اخبره د نوموړو ځواكونو يوه وينا د سرهنګ آمارال د ريك كړې. ويل كيږي چې د الوتكې ټولې سپرلۍ چې د څلورويشتو هيوادونو وګړي دي، له منځه تللي دي. ياده دې وي چې دغې الوتكې د الوتو پر مهال ۲۴ پيغامونه خپل مركز ته ليږلي ول خو دوى پرې اعتنا نه وه كړې.