د پاكستان د تحريك انصاف ګوند مشر وايي حكومت دي ژر تر ژره د سوات عمليات ختم كړي او يوه قومي جرګه دي راوغواړي.
عمران خان په لاهور كي يوې خبري غونډي ته وويل تر سوات وروسته د وزيرستان عملياتو طالبانو ته نوى ژوند وركړ.
هغه وويل كه په پاكستان كي رښتيا جمهوري حكومت وي نو د بلوڅو د وژل سوي مشر نواب اكبر بګټي د قتل دوسيه دي ثبت او د بلوچستان ستونزه دي حل سي. عمران خان په كراچي كي د ۱۲ مى د پېښو په اړه د پلټنو هم غوښتنه وكړه.
عمران خان وايي د ترهګرۍ خلاف جنګ د پاكستان نه، د امريكا په ګټه دئ او ترڅو چي په افغانستان كي امريكايان موجود وي، په پاكستان كي د تخريب مخه نسي نيول كېداى.