کور / تازه خبرونه / د عبدالصمد روحاني د لومړي تلين ياد غونډي جوړېږي

د عبدالصمد روحاني د لومړي تلين ياد غونډي جوړېږي

کال دمخه په همدې ورځ په هلمند کي د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني د نامعلومو کسانو له خوا ووژل سو.

ټاکل سوې ده چي نن په کوټه، کندهار، هلمند او ځينو نورو سيمو کي د روحاني د لومړي تلين په ياد غونډي جوړي سي.

ارواښاد روحاني له کاره کور ته روان وو چي په لاره کي د پوليسو په موټر کي ناستو وسله والو وتښتاوه او يوه ورځ وروسته يې مړى د لښکر ګاه له ښار څخه لږ دباندي په يوه هديره کي وموندل سو.

سره له دې چي هغه وخت د هلمند والي محمدګلاب منګل په يوه اونۍ کي د ارواښاد روحاني د قاتلينو د موندلو او په دې باب د پلټنو ژمنه کړې وه، خو اونۍ په کال يا په بل عبارت د اوو پر ځاى ٣٦٥ ورځي تېري سوې، خو د ښاغلي روحاني قاتلين لا هماغسي ورک او د پلټونو پايلي ناڅرګندي پاتي دي.