د قاهرې په پوهنتون کي د متحده ايالاتو د جمهورريس باراک حسين اوباما فصيح او جالبه وينا دا څرگنده کړه چي واشنگټن ته نوى مديريت راغلى دى. بلخوا، د ښاغلى اوباما بلاغت، صداقت، او سپينو خبرو د امريکا پخوانى گونگى او ناکامه ولسمشر جورج بش هم وشرموى. د قاهرې په وينا کي، اوباما د اسلامي نړۍ سره د متحده ايالاتو د روابطو د “نوي پيل” په باب خبري وکړې. د اوباما وينا دونه نوې او جالبه وه چي د متحده ايالاتو د نورو ولسمشرانو څخه يې د اورېدو هيڅ توقع نه کېده. ځکه د سپټبمر د يوولسمي تر ټروريزم او وحشت وروسته، مسلمانانو فکر کاوه چي د “ټروريزم پر خلاف جگړه” په اصل کي د اسلام پر ضد د امريکا نه اعلان سوى جنگ دى. د بش د ټروريزم پرخلاف جنگ نه يوازي اسلامي نړۍ وځپله، بلکي د امريکا لپاره هم ډېره گرانه تمامه سوه. په دواړو خواوو کي کرکه، بدي، او بدگماني ډېره سوه. ښاغلي اوباما د قاهرې په وينا کي نه يوازي د مسلمانانو سره د دوستۍ او نوي پيل وعده وکړه، بلکي د خپلي کورنۍ د اسلامي رېښو په باب يې هم په زړه پوري بيان وکى.
ښاغلي اوباما د افغانستان په ارتباط وويل د افغانستان جنگ د امريکا لپاره ضروري وو. له هغه ځاى څخه د القاعدې قاتلانو پر متحده ايالاتو باندي حمله وکړه، او څه د پاسه درې زره بې گناه کسان يې قتل عام کړل. بلخوا، اوباما د عراق ناروا اشغال او تجاوز يو ” اختياري” جنگ وباله، او خپل څرگند مخالفت يې ورسره اعلان کړ. هغه زياته کړه، “موږ په افغانستان کي دايمي اډې نه غواړو.” هغه دغه راز وويل، “يوازي انتخابات ديموکراسي نه سي ايجادولاى.” زه هيله من يم چي ښاغلى اوباما خپله همدا خبره په افغانستان کي هم عملي کړي. هلته د امريکا په ملاتړ يو داسي نامشروع حکومت ټينگ سوى دى چي د افغانانو د مطلق اکثريت ملاتړ نلري.
بل پلو، اوباما مجبوره دى چي په افغانستان کي د راتلونکو انتخاباتو په باب خپله پاليسي څرگنده کړي، ځکه د کرزي بيا راتگ به د اوباما ټولي خبري او ژمني په صفر کي ضرب کړي. د کزري حکومت په ټمبلتون بدل سوى دى، او که چيري اوباما د همدې حکومت د ختمولو کار گړندى نکړي، زه يقين لرم چي افغانان به د اوباما اکثره نوري خبري هم بابېزه وگڼي. په افغانستان کي د امريکا پرله پسې اشتباهاتو په هغه هېواد کي د متحده ايالاتو ملگري هم د امريکا مخالف کړي دي. اوباما مجبوره دى چي خپل ښه نيت په عمل کي پلى کړي، ځکه عمل تر خبرو ډېر اغزمن وي. په بل عبارت، افغانستان هم يو نوى پيل، نوى ليډرشيپ، او نوى حکومت ته اړتيا لري.
که څه هم د قاهرې وينا به د مسلمانانو او امريکا تر مينځ د تېرو زهرجنو اتو کلونو بې اعتمادي او بدي ټوله په يوه ورځ رفع نکړي، خو د هغه وينا يو ښه اغاز کېداى سي. د بش حکومت په ترڅ کي مسلمانان دې نتيجې ته رسېدلي وه چي امريکا د گرده اسلامي امت پر خلاف جنگ اعلان کړى دى. همدې مفکورې د امريکا او مسلمانانو تر مينځ واټن لا پراخ کړ، او د تمدنونو د ټکر خطرناکه مفکوره يې لا غښتلې کړې.
اوباما د قاهرې په وينا کي د اسلامي تمدن عظمت او لاسته راوړني هم يادي کړې. هغه په هسپانيې کي د مسلمانانو فکري او مذهبي زغم او ازادۍ ته اشارې وکړې چي د نور مذاهبو او اقليتونو سره د مسلمانانو له اوسني له شرمه ډک چال چلند سره يې ١٨٠ درجې توپير درلود. نن سبا، مسلمانان پر خپل ځآن باندي بې اعتماده سوي دي، او له خپل سيوري ډآرېږي. په هر کار، هر ځآى، او هر اقدام کي دسيسه ويني. له هر چا، له هري نوي مفکورې، او له هر بدلون څخه بېرېږي. بلخوا، ښاغلي اوباما په خپلي وينا کي څلور ځله د قران مجيد ايات بيان کړل. د هغه دا کار د بش د ادارې د اسلام دښمنه پاليسيو سره هم کاملا توپير لري. د بش اداره لکه نور افراطيان د تمدنونو د ټکر، د جنگ، او تشدد پلويان وه.
په عين حال کي، د فلسطين او اسرايلو د شخړي په باب د ښاغلى اوباما څرگندوني نوي، متوازني، او منصفانه وې. هغه د بني اسرايلو تاريخي کړاونو، محروميتونو، او مهاجرتونو ته اشاره وکړه. هغه وويل، ” د هالکاسټ نه منل، جهالت، کرغېړن، او بابېزه عمل دى.” حقيقت دا دى چي د تاريخ نه منل ناپوهي او سرټمبه گي ده. خو ښاغلى اوباما دغه راز اسرايل د دوو دولتونو منلو ته هم وهڅاوه. ښاغلى اوباما د فلسطينانو شپېته کلن کړاونه، مهاجرتونه، او در به درۍ يادي کړې. هغه په فلسطين کي د اسرايلو د دوامداره مېشته کېدو او د مځکو غصبولو پر خلاف سخت دريځ غوړه کړ، د فلسطينيانو شرايط يې ” نه زغمل کېدونکي” وبللل. اوباما اسلامي ملکونه دېته تشويق کړ چي اسرايل په رسميت وپېژني، او د يهودو پر دولت، شتون، او واقعيت باندي سترگي پټي نه کړي. مسلمانان مجبوره دي چي له دارنه خوب څخه را وېښ سي، او د اسرايلو له دولت سره رسمي روابط پيل کاندي. د فلسطينيانو د حقوقو په اړه د ښاغلي اوباما څرگندوني د متحده ايالاتو د جمهوري رياست په تاريخ کي سارى نلري.
ښاغلي اوباما د بش د ادارې د ټروريزم پر خلاف له تباه کونکو پاليسيو څخه خپله لاره جلا کړه. مگر هغه د مذهبي افراطيانو سره جگړه روا و بلله، او د هغوى ماتول يې ضروري وگڼل. د ښاغلي اوباما همدا مفکوره درسته او منطقي ده. مذهبي افراطيت تر بل هر چا خپله د مسلمانانو لوى دښمن دى، او موږ مسلمانان مجبوره يو چي ددې بلا او وحشت سره وجنگېږو. موږ مجبوره يو چي د افراطيت نوغى وباسو، او دا تېاره مفکوره د ابد لپاره ښخه کړو. هغه وويل، ” د بې اعتمادۍ او مخالفت لړۍ بايد ختمه سي.” هغه زياته کړه، “زه دلته د يوې نوې مرحلې د پيلولو لپاره راغلى يم. يو داسي پيل چي پر همکارۍ او درناوى باندي تکيه ولري.” د ښاغلى اوباما لدې بلني سره همکاري، هملاسي، او همږغي د ټولو مسلمانانو په خير او گټه ده.
ښاغلي اوباما د ښځو د حقه حقوقو په باب هم سپيني او منطقي خبري وکړې. هغه وويل زه د ښِځو د حجاب سره هيڅ مخالفت نلرم، خو لدې سره مخالفت لرم چي ښځي له تعليم او علم څخه منع سي، د هغوى حقه حقوق تر پښو لاندي سي، او هغوى له اجتماعي ژوند څخه ليري وساتل سي. هغه د ښځو او نارنيو تر مينځ د مساوات او برابرۍ موجه دفاع وکړه. اوباما وويل په هغو ملکونو کي چي ښځي په اقتصادي ژوند کي پراخه ونډه لري، هغه هېوادونه پرمختللي او مترقي هېوادونه دي. بايد زياته سي چي د ښاغلى اوباما د همدې مطلب ښه ثبوت خپله افغانستان دى. پدې کي هيڅ شک نسته چي په اسلامي ملکونو کي د ښځو حقه حقوق ندي اعاده سوي، او ځيني ډلي لکه طالبانو خو د مسلمانو ښځو سره دښمني خپله رسمي پاليسي گرځولې ده. د ښځو د حقوقو او ازادۍ سره د طالبانو او نورو افراطي ډلو بدي او ضديت نه يوازي يو کرغېړن او اخلاقي ضد عمل دى، بلکي يو لوى شرم هم دى.
زه يقين لرم چي د ښاغلى اوباما دا تصميم چي غواړي د مسلمانانو سره د متحده ايالاتو اړيکي پر يوه نوي بنسټ او اساس باندي جوړي کړي، په گرده اسلامي نړۍ او په تېره بيا په مينځني ختيځ کي به د سولي او ثبات لپاره نوي هيلي را وسپړي. د اسلامي نړۍ سره د متحده ايالاتو بيا نژدې کېدل د ښاغلي اوباما پر سياسي مهارت او درايت باندي دلالت کوي، ځکه په اسلامۍ نړۍ کي امريکا د يوې توري بلا او “شيطان بزرگ” په نامه پېژندل سوې ده. زه باور لرم چي د کلونو کلونو کدورت او بدگمانۍ ليري کول به اسانه کار نه وي، خو که چيري دواړي خواوي له صداقت، شهامت، او بصيرت څخه کار واخلي، زه يقين لرم چي ثبات او سوله ټينگېداى سي. مذهبي افراطيت ماتېداى سي. او لنډه دا چي ورورولي او بشر پالنه ټينگېداى سي.
هغه وويل، “لمړى کار چي موږ يې بايد وکړو هغه د تشدد او افراطيت سره ډغري وهل دي.” د ښاغلى اوباما همدا مفکوره کاملا درسته او واقعي ده. ځکه افغانان تر بل هر چا د مذهبي افراطيت قربانيان دي. دغه راز، پدې ارتباط موږ مسلمانانو ته هم لازمه ده چي له هغه سره پوره همکاري وکوو. هغه څه چي په خصوصي ناستو کي وايو، هغه په عامه توگه هم ووايو. په بل عبارت، د خپل نظر د بيان شهامت او جرات پيدا کړو. بد ته بد ووايو او ښه ته ښه. له رياکارۍ او دومخۍ څخه ځان وژغورو، ځکه صادقان د خداى دوستان وي. په پاى کي، ښاغلى اوباما وويل،” نړيوال کولاى سي چي په سوله کى گډ ژوند سره وکى. موږ پوهېږو چي همدا د خداى غوښتنه ده. دلته پر دې خاوريني دنيا باندي همدا بايد زموږ اساسي وظيفه او هدف وي.” د اوباما همدا غوښتنه سل په سل کي تاييدوم. والسلام.