د نوو ګړو د جوړولو ستونځه او سمون نوي ګړي چې جوړیږي خاماخا باید د ژبي د ژبښود (ګرامر) د چوکاټ پر اصولو سم او د ژبپوهني د کانون په پرتله جوړي سي . یاني که نوې خبره جوړه سوه ریښه او دګړې کورنئ باید څرګنده وي . دغه نوې خبره یا ګړه که د یوه مصدر څخه جوړیږي او که یا د یوي ستایني سره شاګوني
(Suffix) اویا مخګوني (Präfixe)یوځائ کوي نوې ګړه جوړه وي٬ خوباید دغه نوې ګړه خپله ریښه ولري . لکه : ښکارند«پدیده» یا (Phänomen) ٬ دغه ښکارند د ښکاره څخه اخستل سوی او «ند» ئي شاګونی دی . دغسي جوړېده د منلووړدي .
یا وینګ (تلفظ)چې په انګليسي کي ورته (Pronunciation) واي٬ دغه د «وینګ »ګړه د « ویل» مصدر څخه راځي یاني اسم مصدر دی د «ویل» .
او یا د ژبپوهانو یو پیاوړی کميسیون د رسمي مؤسیسي له خوا څخه ودغه کارته وګمارل سي٬ چې دوي په ګډه کومه ګړه یا ګړې جوړي کړي او د پکاروړلو لپاره ئي و خپروني ته ورکړي .چې نور پوهان ئي هم لولي ٬که د نیوکو ځائ وو نیوکي پر کوي او که نه وو مني ئي . ما پخپله یوه بله مقاله کي دغه نيوکه کړې ده خو له بده مرغه نوې ګړجوړونه (Neologism) د ګړ جوړونکو له خوا بېله دې چې د ژبپوهني اصول په کتنه کي ونسي ګړي جوړه وي . دا کار د ژبي پر مخ تګ لپاره نه بلکي د ژبي پرشا تګ دی . د ساري په توګه موږ یوه سوچه اصطلاح پخپل ژبه کي لرو٬ نو اړینه نه ده٬ چې یوه بله هغه هم ناسمه جوړه کړو . لکه : د بېلګي په توګه «منښت »دغه اصطلاح هیڅ ریښه نه لري ګړجوړونکی ئي داقرار او اعتراف پر ځائ په کار وړي . څه اړینه ده٬ چي په پښتو کي ډېره غوره اصطلاح ورته لرو. لکه : منل٬ مننګ . منل مانا اقرار٬ اعتراف٬ باور او قبلولو ته واي . د ساري په توګه : ( دی دا خبره مني . یاني قبلوي ) یا ( د ده مننګ مي خوښ سوه .) دلته ګورو٬ چې له مصدره څه راوځي .
مصدر-حاصل دمصدر-اسم مصدر-اسم فاعل- مفعول -فاعلي ستاینه
منل « مننه-منه « مننګ « مننوکی «منلی «
په مننګ
سول یا شول« شونه-شون«شونګ «کړونکی«شونی« په سونګ څرنګه چې لیدل کيږي «منښت» د «منل» د مصدر څخه په نېغه نه راځي له ځانه هواي ناسمه خبره ده . یا هم دغسي « نه منښت» چې ګړ جوړه ونکی ئې د انکار لپاره پکار وړل غواړي .ولي دغسي یوه بې رښې او بې کورنۍ خبره جوړه کړي٬ چې په پښتو کي ورته سمه اصطلاح لرو. لکه : «اشاکېدل »٬ په عربي کي منکرېدلو ته واي .دساري په توګه :
( دی پخپل خبره اشا سو . مانا انکارې وکی٬ منکر سو . ) یا (دی پخپل کار اشادی٬ نې مني) . د مصدرو څخه راوتلي ګړې لکه : مننګ٬ کتنګ٬ وینګ٬ لیکنګ٬ غورځنګ٬ ګرځېدنګ٬ ليدنګ اودغسي نور . دغه ټوله مصدري نومونه دي٬ کېداسې چې د نورو مصدرونو څخه هم دغسي نومون جوړسي . او د اړتیا په مهال کي کار ځیني واخستل سي . خو ګړجوړونکي ځیني ګړې داسي جوړه وي٬ چې د پره دۍ اصطلاح سمه مانا نه لري او هغه واک دګړې هم نه وي پکښې لکه په پره دۍ اصطلاح کي چې پروت دی . هغه د پښتوګړي چې د عربي اصطلاحګانو لپاره جوړي سوي٬ چې په پښتو ژبه کي ريښه نه لري اړینه ئي نه بولم٬ چې د پښتو ښایسته ادبیات په خراپ سي . هغه اصطلاحګاني چې د عربي ژبي د ګړو لپاره په پښتو جوړي سوي او سمي نه دي دلته لیکم :
نوې پښتو سوې ګړه –عربي ګړه
سکالو
موضوع = (پر یوه مطلب یا شي باندي خبرو کولو ته واي .)
خو د «سکالو» ریښه په پښتوژبه کي
– نه ښکار ي ٬ چې له څه شي څخه اخسته سوی دی .
ار
اصل= ( د یو شي اساس٬ بنسټ٬ بیخ٬ ریښه٬ نژاد٬پښت٬ اصول ته واي .) خو د «ار» ریښه په
پښتو ژبه کې څرګند نه دی٬ چې له څه نه راځي او یا له څه څخه اخست سوی دی . څېرمه ضمن (په دننه٬ په دامنځ کي٬ په دې ترڅ کي .) خو «څېرمه» ماته د« ورتي» مانا لري٬ خو دضمني
مانا نه لري . او« څېر » مانا ډول٬ رنګه٬ رقم . ( ستا په څېر مي بل څوک نه دی لیدلی .) پژیز غیر مجرد (مجرد ته په لاتيني « abstract» واي یاني معنوي٬ مفهومی٬ ذهني٬ اندي٬ انديښنه
ئي . او غیر مجرد ته په لاتین « Concret» واقعي٬ مرئی٬ ليدونکی٬ جسمي٬ بدني واي .) خو « پژیز» په پښتو ژبه کي ئي زه ریښه نه وینم . ارون
اصول = (ریښې٬ بېخونه٬ قاعدې٬ قوانين٬ بنسټونه٬ سمون ته واي .) خو «ارون » نه ده څرګنده٬ چې له کومي ګړې څخه ریښه اخلي . کړاو
مشق = (په انګلیسي ورته « exercise»واي – تمرین٬ چټکتیا٬یون په کار کي٬ درس ډېر لوستل .) « کړاو » داسي لیدل کیږي٬ چې د کړل څخه اخستل سوی وي او ریښه ئي کړنه وي . خو بیا هم د مشق مانا نه ورکوي او د دغي اصطلاح ځائ نه ډکوي .
څانګیزه
مسلک = (په انګلیسي « Vocation» دی – طریقه٬ لاره٬ کړه وړه٬ پېشه٬ دکار زده کړه)٬ «څانګیزه» د یوه نوم یاني «څانګه» څخه او د یوه شاګوني «یزه» څخه جوړه سوې ده . « څانګه » په پښتو ژبه کي
څو مانا وي لري : لکه د وني نازک ښاخ٬ اړخ ٬ خوا ٬ یوه برخه٬ شعبه او په لاتین ورته (Filial )واي . او « یز » شاګونی دی چې د ستایني څخه نوم جوړه وي ٬ لکه : د خاته څخه ختیز٬ د لویده څخه لودیز د
زېږې ده څخه زېږیز او دغسي نور . او دنامه سره چې راسي بل نوم جوړه وي . د کرهڼي سره چې راسي کرهڼیز٬ د کال څخه کلنیز (کلنی یا د کاله)٬ که کلیزه سي نو جنترۍته واي . او د څانګي څخه څانګيز –
مانا ښاخه
او څانګیزه د څانګیز مؤنث (ښځینه) دی .
لمنلیک
حاشیه ( عربي نوم دی چې کنار٬ د کتاب سپین کنار٬ خوا٬ اړخ ) ته واي .
په پښتو و « حاشیه » ته څنډه وایو. د ساري په توګه : د کتاب پر څنډه مي لیکلي دي . څنډه مانا اړخ٬ کنار٬ خالي نرې لیکه او ژېیه ته وایو. لمنلیک ګډنوم دی چې د لمن او لیک څخه جوړ سوي دی . چې د یوي اصطلاح په توګه د «حاشیه» مانا سمه نه افاده کوي . او په څنډه هر پښتون پوهیږي . مسلک د پېداګوژۍ له نظره یو تخنیکي زده کړه یا پېشه ده٬ چې زده کیږي . مسلک د پوهي له مخي پر دو ډوله دی لکه : لوړ مسلکونه٬ ډاکتري طبابت٬ معلمي٬ استاذي٬ قضا٬ فېلوسوفي٬ لرغون پېژندنه٬ اینجنیري٬ مهندسی او دغسي نور . کښته مسلکونه لکه : ماشینکاري٬ ریختګري٬ ترکاڼي٬ اهنګري٬ ولډنګکاري٬ بنائي٬ برقي٬ الکترونکي٬ رنګمالي٬ موټرجوړول٬ کمپیوترکاري او دغسي نور .
مسلک
مانا د یوه هنر یاد تخنیک پوهي زدکړي ته واي . څانګیزه دغه اصطلاح نه ډکه وي ناسمه ده . منځپانګه چې داصطلاح مانا ده هم سمه نه ده . «منځپانګه » یو ګډ نوم دی د «منځ » او د «پانګي» څخه راځي . چې «منځ » مابین ته واي او « پانګه » سرمایي ته واي ٬ یاني منځنۍ سرمایه یا متوسطه سرمایه . هیڅ ډول سمون د اصطلاح سره نه لري . اصطلاح عربي مصدر دی ٬ چې د یوې کلمې معنی او مفهوم بغیر د خپلي اصلي معنی څخه ورجوړ کړي یا خاصه معنی او مفهوم دیوې کلمي لپاره چې وضع سوی وي . اصطلاح په انګلیسي کي ورته ( expression) واي .
او ( ابېڅي ) په پښتو کي څوک نه پېژني موږ په پښتو کي ورته « الپ اوبې » وایو خو ( ابېڅي) نه وایو . انګرېزان و خپل (الپ او بې) ته (ABC) واي . دا هم ناسمه لیکنه ده . چې موږ په پښتو ژبه کي څرګند یو شی ولرو هغه بیا په بل شي واړول سي سم ئي نه بولم . نوري دغسي ګړې ډېري جوړي سوي چې د اصلي کلمې سره هیڅ راز اړوند نه لري٬ خو دغه بېکاره نیولوجستان له بده مرغه دغه ناسم کارونه کوي . یو څو دغه نا کاره ګړې لاندي لیکم خو تشریح کومې نه . لکنګ مانا مکتوب ناسم دی . سم ئي لیک دی . نانښت مانا مفرد— کړولون مانا قید— وینیز مانا انځور . دغسي وېګړې نوري هم سته . که څوک دغسي یو پښتو لیک چې په دغسي ګړو لیکل سوی وي ولولي نه به وه واي چې دا کومه بله ژبه ده پښتو نه ده . نو زه وایم د خداي (ج) پار ته وګوری په لوي لاس پښتو ژبه مه خراپه وۍ .
نېټه ۲.۶.۲۰۰۹ م کال