د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي يوه کس د مرستندويه پوليسو پر يوه مرکزځانمرګې حمله کړې، چي دوه پوليس يې وژلي او څو نور يې ټپيان کړي دي.
د احسان الله په نوم د پوليسو يوه افسر وويل حمله کوونکى د مرکز په مخکي پوليسو درولئ وو چي پر هغه ځاى يې ځان والوزاوه او په دروازه کي ولاړ دوه پوليس يې ووژل.
چاودنه د اسلام آباد په يوه داسي سيمه کي رامنځته سوې چي شاوخوا ته يې د بهرنيو هيوادونو سفارتخانې او د نړيوالو موسساتو دفترونه دي.