کور / تازه خبرونه / کندهار: دوهم ځانمرګي دوه کوچنيان ټپيان کړل

کندهار: دوهم ځانمرګي دوه کوچنيان ټپيان کړل

د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي يوه کس چي ويل کېږي ځانمرګى وو، خپل ځان وژلئ او دوه کوچنيان ټپيان کړي دي.


د ژړۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي د زينهووا آژانس ته وويل دغه کس پر يوه سړک د پوليسو پر موټر د حملې دپاره منتظر و چي د هغوى تر ورتګ وړاندي يې ځان چاودلئ دئ.


د سرحدي په وينا پېښه نن ماپښين پر ځايي وخت دوې بجې رامنځته سوې چي دوه کوچنيان هم پکښي ټپيان سوي دي.


د يادوني وړ ده چي نن تر دې وړاندي د همدې ولايت په بولدک ولسوالي کي هم يو ځانمرګى بريد سوئ وو، چي پنځه کس يې وژلي او اته نور ټپيان کړي وو.