کور / شعر / غزل

غزل


د خپلو لاس تړلي د پردو لاسونه سره دي
کوربه په خوب ویده،دمیلمنولاسونه سره دي
بس دلته بهارونوله خزانه رنګ اخیستی
زموږدباغ په وینودوږمولاسونه سره دي
په دې ویجاړ مالت کې به هوښیار څنګه پاتیږي
څو مړي پکې ګرځي د ژوندولاسونه سره دي
کاروان دتاریکیو لار کې ډلې ډلې ګرځي
په وینو درڼا دتورو شپولاسونه سره دي
دباد پر اوږو ناست دی ډیوې بلې دلته غواړي
د کرکې تخم شیندي دهغولاسونه سره دي
پرنورو به رڼا کړي لمر،خودلته پساتونه
زموږ پر سحرونو د غرمو لاسونه سره دي


  دپاریال خوبونه له شعري ټولګې څخه