کور / تازه خبرونه / فراه: د معارف دښمنانو منځنى ښوونځى والوزاوه

فراه: د معارف دښمنانو منځنى ښوونځى والوزاوه


د فراه ولايت د بالابلوك په ولسوالي كي د شهيد عبدالستار په نامه يو منځنى ښوونځى په بمونو الوزول سوئ، چي له امله د ښوونځي تعمير ټول له منځه تللئ دئ.


د پوهني وزارت د عامه اړيكو رئيس او وياند محمدآصف ننګ لر او بر ويبپاڼي ته وويل په دې ښوونځي كي ۱۰۱۶ شاګردانو زدكړي كولې چي له جملې څخه يې ۳۶۴ تنې يې نجوني وې.


ښاغلي ننګ د دغه ښوونځي ورانول وغندل او دا يې د اسلام، بشر ، علم او پوهي سره د ښمني په ګوته كړه.


د ښوونځي د ورانولو مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو افغان امنيتي چارواكي تل د دغسي كړنو د پړې ګوته وسله والو طالبانو ته نيسي، خو طالبان د دولت دغه ادعاوي نه مني او وايي دوى له تعليم او تربيې سره مخالف نه دي.