کور / تازه خبرونه / هند د پاكستان سره له خبرو انكار وكړ

هند د پاكستان سره له خبرو انكار وكړ


د هندوستان نوي حكومت له پاكستان سره د سولي له خبرو انكار وكړ.


د جمعې په ورځ د هند د بهرنيو چارو نوي وزير ايس ايم كرشنا په نوي ډيلي كي خبريالانو ته وويل حكومت به يې هيڅكله له پاكستان سره د سولي خبري ونكړي، تر هغو چي پاكستاني حكومت د هند خلاف د خپلي خاوري د كارولو ډاډ نه وي وركړئ.
ا
يس ايم كرشنا وويل د جماعت الدعوة د نيول سوي مشر حافظ سعيد له خوشي كېدو څخه معلومه سوه، چي پاكستان د ترهګرۍ خلاف جنګ ته ژمن نه دئ.


د هند د بهرنيو چارو وزير تور ولګاوه چي حافظ سعيد د بمبيى د تېر كال په بريدونو كي لاس درلود، چي له كبله يې ۱۷۰ كسان مړه او تر ۳۰۰ ډېر ټپيان سول.

د هندوستان ولسمشري پراتيبها پټيل هم له اسلام آباد سره د سولي د خبرو له پيلېدو سره مخالفت وښود او وايي تر هغه چي پاكستان د ترهګرو خلاف موثر ګامونه اوچت نكړي، د هند او پاكستان سوله امكان نه لري.