د شريعت نفاذ محمدي ګوند دوه لوړ پوړي مشران چي پاكستاني پوليسو دوې ورځي دمخه نيولي وو د طالبانو په يوه حمله كي وژل سوي دي.
پاكستاني مقامات وايي د مولانا صوفي محمد وياند امير عزت خان او مرستيال يې مولانا محمدعالم هغه وخت د طالبانو په يوه بريد كي ووژل سول، چي هغوى د امنيتي ځواكونو په يوه كاروان كي له ملكنډ څخه پېښور ته انتقالېدل.
امنيتي ځواكونه وايي طالبانو د دوى پر كاروان بريد وكئ، چي د پوليسو او بريدكوونكو د متقابلو ډزو په جريان كي اميرعزت خان او مولانا محمدعالم ووژل سول.
د پنجشنبې په ورځ د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير د امير عزت خان، مولانا محمدعالم او څلورو نورو لوړ پوړو كسانو د نيولو خبر وركړ، چي په ځينو رسنيو كي د مولانا صوفي محمد او دوو زامنو نومونه هم ياد سول. خو پاكستاني چارواكو د صوفي محمد او زامنو نيول كېدل ونه منل.