د انګلستان له حكومت څخه د درو وزيرانو تر وتلو وروسته په دې هيواد كي سياسي ناقراري ډېره سوه او د صدراعظم ګورډن براون حكومت يې له ستونزو سره مخ كړ.
له كابينې څخه وتلو وزيرانو او مخالفو ګوندونو له ښاغلي براون څخه د استعفاء غوښتنه وكړه، خو نوموړي د خپل حكومت ناكامي ومنله او وايي ټولي ستونزي به آواري كړي.
د انګلستان لومړي وزير ګورډن براون په يوه خبري كنفرانس كي د استعفاء له كولو څخه ډډه وكړه او زياته يې كړه چي هيواد يې پر ټولنيزو ستونزو سربېره د پارلماني بحران سره مخ دئ.
نوموړي د دې بحران لامل د ښارواليو په انتخاباتو كي د ليبر ګوند ناكامي په ګوته كړه او وايي په كابينه كي تر بدلون وروسته به په سياسي حالاتو كي د پام وړ بدلون راسي.