په جنوبي وزيرستان كي د پاكستاني پوځيانو پر يوه موټر د ماين چاودني په ترڅ كي څلور پوځيان مړه او دوه نور ټپيان سوي دي.
د پاكستان پوځي مقامات وايي د جمعې په ورځ د پاكستاني پوځيانو يو كتار له جنډولې څخه سپنكۍ ته روان وو چي يو موټر پر ښخ سوي ماين برابر سو او پورتنۍ مرګ ژوبله يې واړوله.
د پوځ روغتون يوه ډاكټر په دوو ټپيانو كي د يوه حالت د اندېښنې وړ بللئ دئ.
د پاكستان پوځ وايي له تېرو ۱۵ ورځو راهيسي په جنوبي وزيرستان كي د قبايلي طالب مشر بيت الله مسود پر خلاف عمليات پيل سوي او د پوځ ټانكونه د پوځي څرخكو په مرسته د جنوبي وزيرستان ځينو سيمو ته ننوتلي دي.