کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: په جومات كي چاودني ۱۴۰ كسانو ته مرګ ژوبله واړول

پښتونخوا: په جومات كي چاودني ۱۴۰ كسانو ته مرګ ژوبله واړول

د پښتونخوا ايالت د لوړ دير په يوه مسجد كي چاودني لږ تر لږه ۴۰ كسان وژلي او د سلو په شاوخوا كي يې ټپيان كړي دي.


پوليس وايي وايي چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د حياګۍ سيمي په يوه مسجد كي رامنځته سوې چي خورا سخته مرګ ژوبله يې اړولې ده.


د دير د پوليسو يوه چارواكي وقاراحمد بي بي سي اردو څانګي ته وويل لومړني معلومات ښيي چاودنه ځانمرګى بريد وو، خو عيني شاهدان وايي داسي ښكاري چي بم په مسجد كي دننه له مخكي ځاى پر ځاى سوئ وو.


د غلام غوث په نوم يوه ځايي خبريال بي بي سي ته وويل د لوړ دير او شرينګل په روغتونونو كي يې په لسهاوو مړي او زيات شمېر ټپيان كسان په ټپي حالت كي وليدل.


د نوموړي په وينا د چاودني له كبله جومات په بشپړه توګه تباه سوئ دئ او شاوخوا كورونو او دكانونه ته يې هم سخت زيانونه رسولي دي.


د عمر رحمان په نوم يوه عيني شاهد بي بي سي اردو څانګي ته وويل لمانځه ته لس دقيقې پاته وې چي په جومات كي سخته چاودنه وسوه، مسجد په دوړو او لوګيو كي پټ سو، چي كله يې وكتل شاوخوا ته يې يوازي د لمونځ كوونكو مړي او ټپيان په يوه خورا زړه بوږنوونكي حالت كي وليدل.


د عمر رحمان په وينا په دې چاودنه كي له ۳۰ څخه تر ۳۵ پوري كسان وژل سوي او د ۱۰۰ په شاوخوا كي ټپيان دي.


هغه وايي چاودنه د مسجد په دروازه كي سوې او داسي ښكاري چي ځانمرګي مسجد ته د ننوتلو كوښښ كاوه.


د يادوني وړ ده چي د روان كال د مارچ په مياشت كي د خيبر ايجنسي په جمرود سيمه كي هم د جمعې د لمانځه پر مهال دې ته ورته چاودنه سوې وه، چي ۵۰ كسان يې وژلي او د ۱۷۵ په شاوخوا كي يې ټپيان كړي وو.