افغان او ايتلافي ځواكونو تېره شپه په هلمند كي اووه شكمن كسان د طالبانو سره د لاس لرلو په تور نيولي دي.
د هلمند چارواكي وايي دغه كسان د پنجشنبې په شپه د مرجې په ولسوالي كي د عملياتو پر مهال ونيول سول، چي له طالبانو سره يې د پيسو او وسلو مرسته كوله.
چارواكي وايي دغه اووه سره كسان په يوه كور كي ناست ول چي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ بېله كوم مقاومت څخه نيول سوي دي او هيڅ چاته ځاني زيان نه دئ رسېدلئ.
د نيول سويو كسانو سره په همدې كور كي د زياته اندازه چاودونكو موادو د نيول كېدو او له منځه وړلو خبر هم وركول سوئ دئ.