اېټاليا د افغانستان پر سركېدونكې غونډه كي اېران ته د ګډون بلنه وركړه
د اېټاليا د بهرنيو چارو وزارت وايي د افغانستان په باب د نړۍ د اتو سترو صناعتي هيوادونو جې اېټ يا (Great Eight) په غونډه كي يې اېران ته هم د ګډون بلنه وركړه.
د جي اېټ د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه د جون له ۲۵ تر ۲۷ پوري د اېټاليا په ټريسټ ښار كي دايرېږي، چي موخه يې د افغانستان او پاكستان پر امنيت او سياسي ثبات بحث كول دي.
د اېټاليا د بهرنيو چارو وزارت وايي د جې ايټ په غونډه كي يې پر اېران سربېره د نړۍ ۳۰ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ته هم د ګډون بلنه وركړې ده.
د افغانستان ګاونډى هيواد اېران چي په افغانستان كي د امريكا له حضور سره مخالف دئ، په امريكا كي د باراك اوباما له راتګ سره امريكا او د نړۍ هيوادونو پتېيلې چي د افغانستان په مسئله كي د اېران د حكومت مرسته ورجلب كړي، چي تر دې وړاندي اېران د افغانستان په باب په دغسي يوه بل كنفران كي هم ګډون كړئ وو.
د روان كال د مارچ پر ۳۱-مه د امريكا په نوښت په هالنډ كي د افغانستان په باب يوه نړيواله غونډه جوړه سوه، چي اېراني استازي پكښي تر درو لسيزو وروسته په لومړي ځل د امريكا سره خبري وكړې.