چارواكي وايي په شمالي وزيرستان كي د وسله والو له خوا تښتول سوي زدكوونكي ټول خوشي سوي دي.
دغه زدكوونكي تېره اونۍ له رزمك څخه بنو ته روان وو چي په ۳۵ بسونو كي ناست په سوونو زدكوونكي او استادان د وسله والو له خوا برمته سول.
د بنو او رزمك قبايلي مشرانو د يوې شپې په تېرېدو سره ۴۰۰ زدكوونكي د تښتوونكو له منګولو آزاد كړل، چي دا دئ څو ورځي وروسته يې پاتي ۲۱ كسان هم خوشي سول.
د دې زدكوونكو مسئوليت چا پر غاړه نه وو اخيستئ، خو ويل كېدل چي تښتوونكي د قبايلي طالب مشر بيت الله مسود په ډله پوري اړه لري، چي وروستي ۲۱ كسان يې هم د نوموړي په امر خوشي كړي دي.
په وروستيو خوشي سويو كسانو كي ۱۵ زدكوونكي او ۶ استادان په ګوته سوي دي.
د كيډيټ كالج ډېرى زدكوونكي د پاكستاني پوځ د مامورينو او قبايلي خانانو زامن دي، چي د پاكستان د حكومت له خوا په جوړ سوي كاجل كي زدكړي كوي.
دوى د دوبي تر ازموينو وروسته كورونو ته په رخصتي روان وو، چي له دې پېښي سره مخ سول.
د كيډيټ كالج مدير هم د ټولو زدكوونكو خوشي كېدل تائېد كړي او وايي هغوى له رزمك څخه بنو ته په پوځي الوتكو كي انتقال سوي دي.