د ميدان وردګو ولايت پوليسو د پنجشنبې په ورځ د يوه كس مړى وموندئ، چي وايي د غزني ولايتي شورا ته د كانديد يحيى مولوي اظهر دئ.
ښاغلى يحيى تېره اونۍ له كابل څخه په غزني كي خپل كلي ته په لاره كي د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول سوئ وو چي د پنجشنبې په ورځ يې د مړي د موندلو خبر وركړل سو.
د ميدان وردګو امنيه قومندان خيال باز شيرزوى وايي چي ښاغلى يحيى د چارشنبې په ورځ وژل سوئ چي پرون يې مړى د سيد آباد په ولسوالي كي وموندل سو.
پوليسو د نوموړي د وژني مسئوليت د طالبانو پر غاړه ور اچولئ دئ، خو په دې باب لا تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.