کور / تازه خبرونه / د صوفي محمد مرستيال او وياند له ملګرو سره نيول سوي

د صوفي محمد مرستيال او وياند له ملګرو سره نيول سوي

د پښتونخوا ايالتي حكومت د شريعت نفاذ محمدي ډلي د شپږو مهمو كسانو د نيولو خبر وركړ.

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مياه افتخار د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي امنيتي ځواكونو په ملكنډ ايجنسي كي د طالبانو پر يوه پټنځاى باندي د حملې په ترڅ كي شپږ لوړ پوړي طالبان ونيول.

هغه وويل په دې كسانو كي د شريعت نفاذ محمدي ګوند مرستيال مولانا محمدعالم او د مولانا صوفي محمد وياند امير عزت خان هم شامل دي.
چارواكي وايي د مولانا صوفي محمد او مولانا فضل الله د لټون هڅي هم رواني دي، خو صوفي محمد او دوه زامن يې رضوان الله او ضياءالله د پنځو ورځو راهيسي كوم ځاى نه دي ليدل سوي.


بلي خواته د مولانا فضل الله وياند مسلم خان د پنجشنبې په ورځ د ټلېفون په ذريعه د سوات او بونير د روانو حالاتو په باب د مولانا فضل الله پيغام خپور كړى، چي فضل الله د روانو جنګونو مسئوليت پر حكومت اچولئ دئ او وايي كه ايالتي او مركزي حكومتونه د سولي پر تړون درېدلي واى دا حالت به نه رامنځته كېدئ.