کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پرديو يو بل لمسون

د پرديو يو بل لمسون

 

 هسې خو هم ټول افغانان په تېره بيا پښتانه له سلو جنجالونو سره مخ دي. د جمهوري رياست راروانې ټاکنې لا په کې يو بل داسې جنجال دى، چې ټاکنې به پاى ته ورسېږي، خو دښمني، تربګني او زړه بداوى به يې پر ځاى پاتې وي. په تېرو اتو کلونو کې چې څه شوي او څه نه دي شوي دا يو بېل بحث دى، چې ډېرې ليکنې پرې شوي، ډېرې پرې کېږي او ډېرې به پرې وشي، خو يو شى چې په تېرو څو کلونو کې لاپسې ثابت شو؛ هم بهرنيانو او هم په افغانستان کې د ځينو لږکيو ټيکه دارانو او نورو د يو روڼ واقعيت په توګه له ناچارۍ ومانه، هغه په افغانستان کې د پښتنو د سياسي مشرتوب واقعيت دى.

د روسانو تر يرغل وروسته د ببرک کارمل او برهان الدين رباني د نيمګړو واکمنيو په بهير کې ځينو کورنيو او بهرنيو ډلو سره داسې يو تصور او فکر پيدا شوى و، چې هر څوک نو په افغانستان کې د سياسي مشرتوب چارې پر مخ وړلاى شي، خو د حضرت صبغت الله مجددي د دوه مياشتني او د سقاو زوى د نهه مياشتني واک تجربو په ګډون دې نورو دوو تجربو ټولو په ډاګه کړه، چې دا ډول تجربې د افغاني ټولنې د عيني واقعيت په مخالف لوري کې د حرکت مانا لري او بيا تکرار يې هم د دوى بهرنيو ملاتړو ته په زيان پرېوزي او هم د دوى کورني لوبغاړي په هېڅ ډول ددې وس نه لري، چې په افغانستان کې طبيعي سوله او ثبات ټينګ کړي.

 دا چې په تېرو اتو کلونو کې چا چا ددې واقعيت په ځلونه او تطبيقونه کې ډېر موثر نقش درلود، دا به هم تاريخ ثابتوي، خو کوم څه چې اوس د ډېر تشويش وړ دي، هغه دادي چې د څو شهرت غوښتونکو پښتنو کانديدانو له خوا يو ځل بيا داسې يو ناوړه حالت ته لاره اوارېږي، چې دا واقعيت يو ځل بيا له خطر سره مخ کړي.

 د جمهوري رياست د مقام يانې لومړۍ څوکۍ لپاره اکثره نوماندان پښتانه دي، دا چې دوى هر يو څومره څومره ظرفيت لري او په خپل قوم کې څومره نفوذ، دا هم يو بېل بحث دى، خو کوم څه چې واضح دي، هغه دادي، چې د قومي انتساب له پلوه دوى اکثره پښتون قوم ته منسوب دي. ددوى د نفوذ ساحه هم اکثره پښتون مېشتې سيمې دي، طبيعي خبره ده چې د انتخاباتي کمپاين په بهير کې به د کانديدانو پښتانه پلويان يو بل سره لفظي او ان فزيکي شخړه کوي او يو بل ته به جنجالونه ګوري.

د جمهوري رياست ټاکنې به پايته ورسېږي، بريالى کانديد به پر څوکۍ کېني او د هغه مخالف ناکام کانديدان به اکثره هغو هېوادونو ته لاړ شي، له کومه چې راغلي دي، خو ټپونه، دردونه او پېغورونه به يې د هغو کمپاينرانو ته پاتې شي.

 داسې احتمالات، شواهد او مدارک شته چې د ټاکنو تر وروستۍ مرحلې دمخه به د حامدکرزي پر وړاندې بل قوي ناپښتون کانديد پاتې نه شي، ځکه هغوى لا پخوا داسې منلې ده، چې د ولسواکۍ په هر ډول شرايطو کې دوى د جمهوري رياست څوکۍ نه شي ترلاسه کولاى، نو ځکه اکثره وخت د رياستي نظام پر ځاى پر صدارتي نظام ټينګار کوي او د اساسي قانون د بدلون غوښتنې کوي.

 د صدارت څوکۍ دوى ددې لپاره غواړي، چې يو پښتون به تش په نامه جمهور رئيس وي؛ نور ټول اجرايي ځواک به له لومړي وزير سره وي. د پښتنو د سياسي مشرتوب او همدارنګه د پښتنو د نورمال او طبيعي سياسي ژوندانه يو شمېر کورني او بهرني مخالفين اوس په يو دقيق کمين کې ناست دي، چې دوه قوي پښتانه کانديدان يو بل سره وجنګوي، دې کې د انګرېزانو رول تر ټولو موثر ښکاري، ځينې انګرېزان تصور کوي، چې پر پښتنو د غچ پخواني پورونه لري، دوى پر دې ښه پوهېږي، چې د يو پښتون ماتول د بل پښتون په واسطه ممکن دي.

هغو پښتون مېشتو سيمو کې چې انګرېزان پراته دي، نه په کې امن راغى، نه مخدره مواد ورک شول او نه په کې نورې ستونزې کمې شوې. دا ددې ښکارندويي کوي، چې انګرېزان د زړه له تله په دې سيمه کې امن نه غواړي. د افغانستان په انډول پاکستان سره ډېره خواخوږي، بل هغه عامل دى، چې انګرېزان د مشکل اساسي حل نه غواړي، ايران هم غواړي په طبيعي ډول پښتون مېشته سيمې نا امنه وساتي.

په سياسي برخه کې د دوو قوي پښتنو کانديدانو (حامدکرزي) او (اشرف غني احمدزي) پاتې کېدل، په افغانستان کې ددې زمينه برابروي، چې د پښتنو بېلابېلو ټبرونو او خېلونو ترمنځ ستونزې پيدا شي. له دې کړکېچ څخه د شمالټلوالې کانديد (ډاکتر عبدالله عبدالله)، ايران، د انګرېزانو ځينې خاصې کړۍ او د پښتنو د طبيعي او نورمال سياسي واک کورني او بهرني مخالفين اغېزمنه ګټه پورته کولاى شي.

که ټاکنې د حامدکرزي او اشرف غني د اختلاف په نتيجه کې دويم پړاو ته لاړې، نو څرګنده خبره ده، چې په دويم پړاو کې ددې دواړو پښتنو کانديدانو مخالف کانديد ته، چې دا  اټکل له مخې ډاکتر عبدالله به وي، د بري چانس برابروي او يا لږ تر لږه هغه په قوي دريځ کې ودروي. که چېرې ډاکتر عبدالله ټاکنې بايلي هم ، نو هغوى کولاى شي لکه د تېر په شان هم په حکومت کې، هم په پارلمان کې او هم  تر حکومته بهر يو قوي اپوزېشن جوړ کړي او خپل پلويان نه يوازې دا چې له خطره وژغوري، بلکې امتيازات هم ترلاسه کړي، خو د ددې پښتنو کانديدانو د ناکامۍ په حالت کې زيات احتمال دى، چې نه دوى په دې هېواد کې د اوسېدو نيت لري او نه د اپوزېشن د جوړولو وس لري.

د خبرې وروستى منطق او غورچاڼ دادى، چې که حامدکرزى او اشرف غني دواړه په ټاکنو کې کانديدان وي، نو دا د پښتنو څه چې د اکثرو افغانانو په ګټه کار نه دى. ښه کار همدا دى چې له دې دواړو يو کانديد جوړ شي، په تېره بيا هغه کانديد چې د ګټنې ظاهري، پټ او عملي امکانات يې زيات وي او د يووالي په حالت کې د بل کانديد غوښتنې، نظريات عملي او حضور يې په واک کې تضمين کړي. ددې دواړو پښتنو کانديدانو کمپاينرانو ته ښه ملي او غوره لاره داده، چې خپل کمپاينونه د تريخوالي دې پړاو ته ونه رسوي، چې ددې کانديدانو د پخلاينې ټول پلونه ونړوي او ددې ترڅنګ د پښتنو د بېلابېلو سيمو، خېلونو او ټبرونو ترمنځ د داسې دښمنۍ او کينې سبب شي، چې دا کانديدان به نه وي، خو د پښتنو ترمنځ به تربګنۍ او دښمنۍ روانې وي. يو زيات شمېر پښتانه سياست ته هم د کلتور، مذهب او تقدس په سترګه ګوري، د سياسي پخلاينې، معاملاتو او يو بل سره د ژر تفاهم ډېره پخه تجربه او مهارت نه لري، خو په مقابل کې يې هغه نور له دا ډول ډېرو مهارتونو او تجربو څخه برخمن دي، نو ځکه خو به بيا پښتانه لاسونه مروړي او وخت به ورنه تېر وي.

 دا خبره هم بايد په ډاګه شي، چې يو ځل د پښتنو او افغانستان پر وړاندې کينه ګرو او شعوري مخالفينو د انتخاباتو له لارې واک ترلاسه کړ او د نړۍ ملاتړ يې هم د مشروع نظام په نامه خپل کړ، نو په دې حالت کې به د پښتنو د نسلي تباهۍ ټول اسباب برابرکړي.

نور نو د مطرح کانديدانو په ضمير پورې اړه لري، چې د خپلې احتمالي څوکۍ لپاره موږ له دې ډول حتمي خطرونو سره مخامخوي او که نه له تعقل څخه کار اخلي؟ پښتانه يو ځل بيا د طالبانو نظام د تجربې پر ليکه ولاړ دي، د هغه نظام ګټه يوازې د طالب او ملا وه، خو په تاوان کې ټول پښتانه ورسره شريک وو، اوس به هم د حامدکرزي او اشرف غني د برياليتوب په حالت کې ګټه يوازې د دوى وي او د دواړو د ناکامۍ په حالت کې به يې جبران او کفاره ټول پښتانه ورکوي. دا يو حقيقت دى، خو پر واقعيت به هغه وخت بدلېږي، چې تر ټاکنو وروسته نتيجه ښه نه وي.