کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتانه په لرغونې آریانا کي دآریایانوبنسټیزه هسته جوړوي

پښتانه په لرغونې آریانا کي دآریایانوبنسټیزه هسته جوړوي

 پښتانه په لرغونې آریانا (نننی افغانستان) کي دآریایانوبنسټیزه هسته جوړوي


 دایوڅرګند اومنل شوی حقیقت دی چی پښتانه پنځه زره کلن تاریخ لری چی دآریایانو لرغونی تمدن،دودونه اوخصوصیات ئې لا تراوسه ژوندی ساتلی دی.دپښتنوپه هکله هم په ملی اوهم په نړیواله کچه مختلفوتوکمپوهانواوتاریخپوهانوډېری ژورې اوهراړخیزې څېړنې کړې دي.


ځینو د غرض خاوندانوپښتانه بنی اسرائیل اوځینوالبانیان بللی دی اوځینوبیا له هندی الاصل توکمونوسره اړېکی ورکړی دی.ددی لپاره چی پښتانه غیرآریائې توکم وښئې،نوافسانوی روایات ورته جوړ شوي دي اوحتی په تاریخی ایتمولوژیکه ژبپوهنه کی ورته داسنادودجوړونې هڅې هم شوي دي. خوپخوانیو تاریخي اسنادواوعلمي څېړنوداپه ډاګه کړې ده چې پښتانه آریایان دي اوله آمو تر اباسینه پورې سیموکې مطلق ډېرکی دي او دآریایانوپه مذهبی کتاب(ریګویدا) کې څرګند شواهد وړاندی شوي دي.دساري په توګه په دی کتاب کی په آریائې قبیلو کې د(پکهت) دقبیلې په هکله چی دپښتنو په قبیله باندې دلا لت کوي، یادونه شوې د ه برسېره په دی دلته (پکتها)دپښتنود پاچا په توګه اود(پګهت)يانی(ډپشتنوًقوم)نومونه څوڅوځلی ذکر شوي دي.دپښتنو یوشمېرقبیلې چې دپاروپامیزاد(هندوکش) سهیلي برخوته وکوچېدې نودا سیمی ئې دپکتیا،پښتیخا،پختیښا،پښتونخا او پښتونخوا په نومونوباندی یادې کړې چې پورته نومول شوی نومونه دپښتوپه کلاسیکوادبیاتوکی هم لرغونتوب لری.


دیونان نامتوتاریخپوه هیرودت(۴۲۵ـ۴۸۴م) پخپل کتاب کی دپښتنوذکرکړی دی اولیکي چې دپښتنوهیواد د(پکتیکا)په نامه یادیږي چې دانډوس(اباسين) په غاړه پروت دی زړور،غښتلي اومېړني خلګ لري. دآریایانواصلی ټاټوبی دپامیردغرولمنې دی.څرنګه چې له یوې خوا هلته داستوګنی ځایونه اواورښو ګانې محدودې وې او له بلې خوا سخت اقلیمي شرایط موجود وونودوۍ دې ته اړشول چی له هغه ځایه څخه وکوچیږي.له همدې کبله ددوۍ یوه برخه دسیر دریا په اوږدو کې(نننی تاجکستان او یوشمېر ئې دنننی ازبکستان)په سیمو کی دآمودسند شمال خوا ته مېښت شول.اوبله برخه ئې د آمودسند سهیلي خوا ته په لرغوني بخدي(نننی بلخ)کې مېښت شول.


دوخت په تېرېدوسره يي شمېرزیاتېده او دې ته اړشول چې یوشمېرئې له بخدې څخه هم وکوچيږي.دلته دوۍ په دریو برخووېشل کيږي چې یوه برخه ئې په بلخ اودهیواد په نوروشمالی سیمو کې ځای پرځای کیږی دوهمه برخه ئې دهندوکش سهیلي برخو ته کوچيږي چې هلته دوي بیا په دریوبرخووېشل کيږي. یوه برخه ئې دکوبها دسند (دکابل سند) په اوږدو کې دانډوس(اباسین) ترسنده اویوشمېرئې له اباسین څخه هم تېريږي اوترننني هند پورې خپريږي.


دوهمه برخه ئې دسهیل خوا ته د کرومو( کورمې)اوګوماتي(ګوملې)ترواديګانوپورې دسپين غره اوسلیمان دغرونولمنو ته ځي اوله شمالي او سهیلي وزیرستان څخه تېريږي او تر نننۍ کراچۍ پوري خپریږي.دریمه برخه یی سهیل لوېديځ خواته دهلمند دسیند په اوږدوکې دایران ترپولي اودزرنج تر ښار پوري رسيږي. دبلخ څخه دریمه برخه یی لوېديځ خوا ته دمرغاب اوهريروددسیندونو په اوږدو کې څېرمه سیموته خپاره او له همدې لارې دفارس خواته دفراط اودجلې تر سیموپورې تللي دي.


 دهیوادنامتولرغون پېژندونکی اوتاریخپوه استاد احمد علي کهزاد ليکي :«ختیځ آریایان دپاميرله لوړوغرنیوسیمو څخه دشمال خوا ته تر سیر دریا اودکسپین تر سمندرګي پورې ،دسهیل خوا ته دهمد ترسمندرپورې، دسهیل ختیځ خواته دننني هند تربنګال پورې اولوېديڅ خوا ته د ننني ایران شمول دفراط اودجلې تر واديګانوپورې خپاره شوي دي.».


دآریایانودپکهت،پښت،پخت قبیله چې دپښتنوقبیله ورته منسوبه ده دننني افغانستان په ډېرکیوسیموکې اودډیورانډ ترکرښې بورې خوا د اباسین په سیمو کې مېښت شول.په څنګ کی ېی یو شمېرآریایان چې ددادیکو(تاجکو)په قبیلې پورې ېی اړه درلوده هم دننني افغانستان په ځينوسيموکې مېشت شول چې دافغانستان دنفوسو دشمېرتناسب ددې حقيقت څرګنده بېلګه ده.ځکه اوس په آفغانستان کې دپښتنودنفوسوشمېر دمختلفوتوطئواوفشارونوسره سره دکوچيانوپه شمول په سلوکې دشپېتوپه حدودکې دی حال دا چې تاجکان يواځې په سلوکې ۱۹دي.


په دې هکله ښاغلي آی.اس.بروک پخپل کتاب کې چې(د نړۍ نفوس)نومیږي او په مسکو کې خپور شوی دی(۳۷۷ مخ) په څرګنده توګه لیکي چې په افغانستان کې په سلوک٪۵۲،۹پښتانه،۱۹٪تاجکان،۸٫۶٪ اوزبکان،۸٫۶٪هزاره ګان، .۳٪چرایماق۲٪٬ترکمنان او۵٪نور(دشلوپه حدودکي)واړه واړه اتنيکي ګروپونه ژوند کوي راځۍ اوس دا مسئله ترغورلاندې ونيسوچې پخواخوپه افغانستان کې یواځې دپښتنو(پکهت) اوتاجکو(داديک)قبيلې اوسېدلې نودازمونږهيوادڅه ډول په يوکثيرالمله هيوادباندې بدل شو؟


که مونږدې ته په دقيقه توګه ځیر شو نودابه څرګنده چې افغانستان دتاريخ په اوږدوکې د مختلفوسیاسي-اتنيکي ځواکونواوګروپونو له ميلاد څخه دمخه بیا وروسته له میلاده،له اسلامي تحريک څخه پخوااوله هغه نه وروسته په مختلفوزمانوکې ترمختلفو یرغلونولاندې راغلی دی اوهریرغل په خپل وخت کې دهیوادپه اصلي اوسېدونکوغیرمستقيم اوکله مستقیم تسلط درلود.


په دې ترتیب سره دهخامنشي دولت له یرغل څخه نیولې(۵۴۵ـ۳۳۳ق.م)ترختيځ یوناني دولت(مقدوني سکندر)اودترکانودولت(۵۶۶ـ۶۶۰م) بیا په اسلامي دوره کې دطاهریانو سفاریانو،سامانیانو،سلجوقیانو،خوارزمشاهانو،غزنویانواودچنګېزیانوتریرغل پورې هریوه نه یواځې ځاني،مادي او معنوي زیانونه رسولي دي بلکه له ځان سره ئې خپل کلتوردودونه او رواجونه هم راوړي دي چي په نتيجه کې دځايي اوسيدونکوترڅنک نوراتنيکي ګروپونه هم مېشت شول او نتيجه دا شوه چې په دې هیواد کې یوه کثيرالمله ټولنه جوړه شوه. سره له دی چې دپښتنودشمېرفیصدي یی یو څه محدوده کړه ولې بیاهم دافغانستان دلمړي مرکزي دولت له جوړېدو(۱۱۲۵ه ل)کال څخه تراوسه پورې دوروڼوملیتونوپه څېر یی یوله بل سره ژوند کاوو.


برسېره پرپورتنیو یرغلونویو لړنورعوامل هم موجودوو چې دهیواد په ملي ترکیب په خاصه توګه دپښتنوپه محدودولوکې يي دپام وړبدلون راووست اوهغه دادي: لومړی ـ کله چې برطانوي استعماري ځواکونونورونه شوکولای چې زمونږ په هیواد باندې یونسبي حتی غیرمستقیم تسلط پیداکړي نوبیا ئې یوشمېرسیمې لکه پېښور،سوات ،باجوړ،وزیر ستان بنیر،داسماعیل خان اوغازيخان درې اونورې دډیوراند دلیکې پورې خوا سیمې ئې له خپلې اصلي تنې (افغانستان) څخه جلاکړې اوپښتانه ئې په دووبرخوباندې ووېشل.


دوهم ـ کله چې په تزاري روسیه کې داکتوبرانقلاب بریالی شو نوپه منځنۍ اسیاکې ئې خلک په مقابل کې راپورته شول چې له هغې جملې څخه ئې زیات شمېرله خپلوټاټوبو څخه دافغا نستان لوري ته راوتښتېدل.فیض محمد کاتب په دې هکله په سراج التواریخ کې لیکي چې له ۵،۵ملیونو خلکو څخه نږدې دوه تردریوملیونوپورې تاجکان،ازبکان اوترکمنان افغانستان ته راوتښتېدل چې په دې ترتیب سره دازبکانوشمېرله هزاره ګانوسره برابرشواو دتاجکانواو ترکمنانو په ترکیب کې هم دپام وړ بدلون راغې.


 دریم ـ یوبل عامل هم دپا ملرنې وړ دی اوهغه داچې په افغانستان کې په عمومي توګه دفترونه په فارسي(دري)ژبه باندې وونوهرچا به چې غوښتل په کوم دفتر کې کاروکړي باید په فارسي(دري) ژبه ئې لیک او لوست زده کړي وای په ښارونوکې ډېرکی اوټولي لوړې زده کړې په دري ژبه باندې وې.حتی په پښتني سیمو کې به چاچې دیني زده کړې هم کولې نو هغه به ئې له پنج کتاب،بوستان اوګلستان څخه پیل کولې نتیجه ئې داشوه چې پښتنو به هم په دري ژبه لیکنې کولې او کوي ئې.اوتر دې حده پورې چې یوه پښتانه به بل پښتانه ته حتی شخصي لیک هم په دري ژبه لیکل.برسېره پردې یوشمېر زیات پښتانه چې له کلیو څخه ښارونوته راغلل اوهلته يې زده کړې وکړې،ځینو خویې ازدواجونه هم پسې وکړل چې په دې ترتیب سره ددوۍ اولادونوهم دري ژبه زده او خپله پښتو ژبه يې هېره کړه.دمثال په توګه همدااوس دهرات په ښاراودهغه په شااوخواکې ډېرکی پښتني قًومونه لکه نوزي، الکوزي،اسحق زي اونورپښتني قومونو اوسیږي دهغوی څخه ډېرکی په دري ژبه خبرې کوي.


داسې اټکل کيږي چې په افغانستان کې په ټولیزډول په سلوکې(۱۰ـ۱۲)پورې پښتنوخپله مورنۍ ژبه له لاسه ورکړې ده او په دري ژبه خبرې کوي چې په نتیجه کې په کیفي توګه نه بلکې په ظاهري توګه يې دپښتنوترکیب یوڅه زیانمن کړی دی.


 څلورم ـ کله چې په۱۹۷۹کال کې شوروي اتحاد په افغانستان باندې یرغل وکړنو هغوی له جهادي تنظیمونوسره دمبارزې په څنګ کې دلیږه کیودحقوقوددفاع ترنامه لاندې دیوه ټاکلي پروګرام له مخې دپښتنوپه ځپلوهم پیل وکړاودځینوملي ضد اوپښتني ضد عناصرو په مرسته يې په شمالي ولایتونوکې سترسترکلي بمبارد کړل چې په نتیجه کې پښتنو خپلې مځکې او کورونه له لاسه ورکړل اوزیات ځاني اومالي زیانونه ورته ورسېدل.


پنځم ـ کله چې په۱۹۹۲کال کې دملګروملتونودپروګرام پرضد کرغېړنه کودتا پلان شوه او مذهبي تنظیمونه اوددوستم جګړه مار او لوټماروسله وال ټولګي دکابل ښارته ننوتل نوهغوی هم دشوروي دیرغل په څېردپښتنوپه ځپلوباندې په تېره بیا په شمالي ولایاتوکې په بېرحمانه توګه پیل وکړ.دلته دادیادولو وړبولم چې دکابل ښارته ددې جګړه مارانو دننوتلو په درشل کی ښاغلي نجم الدین کاویاني دوطن ګوند۱۱ګونوناحیوته هدایت ورکړی ووچې پښتانه اوخلکیان د اعتماد وړنه دي اوخلع سلایې کړۍ.


داروحیه هغه وخت لاپسې تقویه شوه چې دامریکامتحده ایالاتوتصمیم ونیو چې دطالبانوحکومت رانسکورکړي.ددې هدف لپاره یې دشمال ټلواله تر ستوني په مدرنواوخطرناکووسلوسمبال اوپه سلګونو ملیونه ډالر یې ورکړه


.شمالي ټلوالې ددې لپاره چې ددې ډالرو په مقابل کې یې ښه چوپړ کړی وي نوپه شمالي ولایتونوکې یې په نوم پښتون چې زوریې ورباندې رسېده دطالب په نامه ونیول آوپه سترو کانتینرونوکې یې د جوزجان ولایت دلیلي دښتې ته انتقال اودټولو بشري حقونواوانساني کرامت دنورمونوخلاف یې مړه اوژوندي یو ځای تر خاورو لاندې کړل.


په دې هکله دبشردحقونوملي اوبین المللي سازمانونويي هم غندنه کړې ده اوپه خبري اوډله ئیزواطلاعاتي خپرونوکې یې زیات انعکاس پیدا کړی دی.له پو رتنیو عواملو سره سره دپورتنیو احصایوي ارقاموپه اساس بیا هم پښتنو خپل مطلق ډېرکی ساتلی دیږ په وروستیو دریو لسیزوکې دځینو هیوادونوپه ټونګه په هیواد کې دملي یووالي ضد کسانوله لارې په خاصه توګه په وروستۍ لسیزه کې کله چې په هیواد کې تنظیمي جګړې پیل شوې اودسرتېرودجلب اوجذب لپاره يې دوروڼوملیتونوترمنځ دملي تضادونوشدت ته داسې لمن ووهله اوداسي درزونه يې رامنځ ته کړه چې زمونږ ملي یووالي ته يې نه جبیره کېدونکي زیانونه ورسول.


ددې پروسې په جریان کې يې د پښتنو پرضد چې دهیواد مطلق ډېرکی جوړوي،بې بنسټه خپرونې وکړې چې دملی یووالي له روحیې سره هیڅ سمون نه لري. نن زمونږ خلک سولې اوسوکاله ژوندته ضرورت لري اوهیواد مو بیارغاوني ته اړدی چې دایواځي دملي یووالې په فضاکې امکان پیدا کولی شي اوملي یووالی یواځې دهیواد دډېرکي په وجود کې په رښتینې توګه منځ ته راتلای شي.نودهیوادملي اودموکراتیک ځواکونه په ځاصه توګه دهیوادروڼ آنده ځواکونه،دوطن دآبادي او بیا رغاونې لپاره دهیواد دټولووروڼو ملیتونوپه ګډ کاراودافغاني ورورګلوي په فضا کې دملي یووالي په روحیه باید دزړه له کومي کار وکړي اوله هیڅ ډول سرښندنې څخه ځان ونه سپموي. پای