کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اجرائيوي مشر که دويم ولسمشر!!!؟

اجرائيوي مشر که دويم ولسمشر!!!؟

 

د څو اونيو راهيسې په رسنيو کې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت په جوړښت ( چوکاټ ) کې د اجرايه وي مشر د څوکۍ او مقام د رامينځته کېدو په باب تاوده بحثونه روان دي چې افغان ولسمشر حامد کرزى د واشنګټن د سفر پر مهال له امريکايي ولسمشر بارک حسين اوباما سره هو کړه کړې چې د افغان دولت په تشکيلاتي جوړښت کې د اجراييوي لوى مشر په نامه يو مقام رامينځته کوي.

اوس د ولسمشر کرزي د وياندوى دفتر هم دامني چې امريکا ته د حامد کرزي د سفر پرمهال ولسمشر باراک اوباما لخوا د يو دا ډول مقام د جوړولو وړانديز شوى. دا سکالو په مطبوعاتو کې دومره ګرمه ده چې تېره ورځ حامد کرزي ددې سکالو ( موضوع ) په باب په روانو ټولټاکن کې له خپل سيال او پخواني ملګري ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم مطرح کړې او د هغه  نظر يې هم اخيستى دى.

پوښتنه دا ده چې د دا ډول مقام د رامينځته کولو او د صلاحيتونو حدودو ټاکل له کومې قانوني سرچينې څخه منشا اخلي.

دې څوکۍ لپاره د ځينو افغانانو او يا هم افغاني الاصله امريکايانو نومونه اخيستل کېږي چې فلانى صيب به لوى اجرائيوي مشر وي او يا هم فلانى صيب،په هر ترتيب زموږ د بحث سکالو اشخاص او د هغوى کړنې نه بلکې په شته رياستي سيستم کې د دا ډول مقام او صلاحيتونو په باب چې په رسنيو کې پرې بحث روان دى ده چې اجرئيوي مشر په حکومت کې د افرادو په ټاکنه،بهرنيو مرستو جلب او مصرف،له سيمه ييزو هېوادنو سره په اړيکو او نورو واکونو په باب سپارښتنې کېږي چې دا واکونه زياتره له ولسمشر سره خوندي دي.

ايا د لوېديځ په ملاتړ جوړ شوي او نافذ اساسي قانون د دا ډول يو تشکيلاتي جوړښت د رامينځته کېدو وړانديز او سپارښتنه کوي!!!؟ که يې کوي ولې تر اوسه نه دى عملي شوى؟

ايا ستونزه په رياستي سيستم کې ده که په شخص او يا اشخاصو کې؟ د دا ډول تشکيلاتي جوړښت او واکمن  اجرائيوي مشر د ټاکلو او رامينځته کولو لپاره هېڅ ډول قانوني مجوز نشته،د يو داسې منصب د رامينځته کولو لپاره به کومه قانوني سرچينه خپل بنـسټ ټاکي،جوته او روښانه ده چې هېڅ قانوني لاره نشته،که غرب او په ځانګړي ډول امريکا غواړي چې خپل يو استازى په يو انتخابي دولت کې د دويم ولسمشر په توګه په عين زمان کې نصب کړي،بيانو د ډېموکراسۍ،بشري حقونو او د بيان ازادۍ نارې سورې څه مانا لري چې غرب او د هغو ډنډوره چيان يې غږوي.

زما له انده دافغانستان  د اساسي قانون او اوسنيو ترينګلي حالاتو ته په کتو سره د واک د دوو سرچينو رامينځته کول له افغان ولس سره جفا  او په يوويشتمه پېړۍ کې د نولسمې پېړۍ په څېر د مستعمره هېوادونو سيستم ته ورته يو سيستم دى.

هسې هم د افغانانو د برخليک پرېکړې په سپينه ماڼۍ کې کېږي نو د ټاکنو په نامه  د ميلونونو ډالرو لګښت او دولس د مصروفه ساتلو ته څه اړتيا ده؟

چې هرڅه هلته فيصله کېږي،نو داپيسې خودې حد اقل دافغانستان په بيارغونه کې ولګول شي او د انتخابي دولت پرځاى دې انتصابي تخت الحمايه ګي دولت جوړ شي او که ستونزه د مشرتابه پ کفايت او د رايت کې وي او يا يې کاري ډله ناکاره وي نواوس خو هسې هم ددې حکومت وخت لږ پاتې دى پرېږدئ چې افغان ولس په خلاص مټ او خپلواک ډول په ټولټاکنو کې برخه واخلي او خپل مشرتاپه خپله وټاکي.

اجرائيوي مشر به چاته مسوول او ځواب ورکوونکى وي،ولس ته که دولس استازو ته؟ ځکه نه يې ولس ټاکي او نه يې هم د ولس استازي  او نه هم د ولس له خوا تاکل شوى ولسمشر د دا ډول منصب د رامنځته کولو صلاحيت لري.

د نړۍ په مروجو حکومتي سيستمونو کې هېڅ دا ډول جوړښت او مقام شتون نه لري،که د لوېديځ ښکيلاک کومه نوې تجربه کوي اود ازموينې لپاره يې افغانان ورته ټاکلي وي،نو زماد له نظره افغان ولس يو ځل بيا د شته ستونزو او کړاوونو ترڅنګ د نورو نويو ستونزو او دواک پ سر کشمکش او سيالۍ سره مخامخ او روان سست او پست بهير به ټپ شي او ايله به وخت د دوو تنو د واکونو د مخدودولووپراخولو او يا سلبولو کې تېر شي.

افغانستان د څو لسيزو په تاريخ کې تجربو ښودلې چې هم مهاله دوه واکمنان موجود وي د کار او خدمت پرځاى د دواړو په سيالۍ او رقابت کې وخت ضايع کوي.

د دېموکراسۍ په لسيزه کې د څلورو لومړيو وزيرانو د ګوښه کېدو شاهدان وو.

همدا ډول د افغانستان د خلکو  دېموکراتيک ګوند د حاکميت پرمهال هم د جمهور ريس او لومړي وزير ترمينځ د واک غځونې او صلاحيتونو سيالي موجوده وه.

درباني په تنظيمواکۍ کې خو دده او دده دلومړي وزير حکمتيار ترمينځ سيالۍ د جګړې او د کابل د ورانۍ تر بريده ورسېده.

اوس هم که دا ډل مقام رامينځته شي،نو د ثبات پرځاى به هېوادنور هم د بې ثباتۍ خواته لاړ شي،ځکه چې په  يوه هېواد کې به دوه ولسمشران وي،که نومونه يې سره جلاوي خو واکونه به يې يوشان او ورته وي.

په ريښتيني مانا به په هېواد کې د دوو واکمنيو شتون وي.

که خبره همداسې وي سرله همدا اوسه دې افغان ولسمشر اعلان وکړي چې ټولټاکنو ته اړتيا نشته په انتصابي ډول د سپينې ماڼۍ له خوا فلانى صيب داجرائيوي مشر په توګه ټاکل شوى او زه به هم ورسره د يو بې واکه شخص په توګه ناست يم.

که څه هم ولسمشر حامد کرزى په معامله ګرۍ کې پوره شهرت او مهارت لري د يوې معاملې په توګه به يې دا موافقه کړې وي.

هسې هم د ولسمشر کرزي په اته کلنه دوره کې تر ده دده د مرستيالانو،وزيرانو او واليانو زيات صلاحيت درلود نوموړي ته هسې هم چندان باک نه لري چې اصلي واک دې له چاسره وي او لس ته دې څوک مسووليت ولري؟ دى يوازې د ولسمشر نوم ته خوشاله دى فکر وم دداسې يوه مېکانيزم رامينځته کول يا د واک د دوو سرچينو رامينځته کول افغان ولس له تباهۍ سره مخامخ کول او دافغانستان لوړو ارزښتونو ته نه درناوى او  اساساتو ترپښو لاندې کول دي.

هيله ده چې نړيواله ټولنه،افغان دولت مشرتابه او ټولې دخيلې  خواوې  دې ددې موضوع په اړه له سره سوچ او فکر وکړي،د افغانستان دملي ګټو په پام کې نيولو سره د ستونزو دحل لپاره عملي لارې چارې ولټوي په اوسني سيستم کې ستونزه نشته که  په اشخاصو او مشرتابه کې دمديريت او  مشرۍ ستونزه وي بايد د ټولټاکنو له لارې دې بدلون راشي او يادې سم او اغېزناک سمونونه پلي شي چې اساسي ستونزې حل،پياوړې او ولس تته ځواپ ورکولو جوګه اداره رامينځته شي.

تبصره نسته

  1. زمونږ په
    کلي کښى شر مه جوړوئ
    دکله نه چى په افغا نستان کې انتفالي دولت رامينځ ته شو او خارجي قووتونه افغانستان
    ته داخل شول نو نړۍ والو او د افغانستان گاونډي هېوادونه به دا خبره ډيره کوله، چې
    د امريکا راتگ د افغانانو لپاره گټور دي، چې مونږ به د افغانستان هر قسم ژمنې تر
    سره کوو، خو زمونږ پښتنو مشرانو يو متل کړى، چې د پردي زوى نه خپله لور ښه وي.
    هماغه متل نن ورځ مونږ ته درس راکړه. مخکې له دې نه، چې امريکايي او د ناټو قووى د
    افغانستان خاورې ته داخل شي داسې حالات نه وو رامنځ ته شوي. لکه اوس، چې په هر
    ولايت کې د وينو سيلابونه روان دي. کلي مو بمباريږي. ماشومان او زنانه مو وژل کيږي.
    پر خپل واک کې نه يو د خپل ځان د خپل کور پوښتنه نه شو کولى. د خپل عزت او ناموس
    پوښتنه نه شو کولى مکتبونه مو سوزول کيږي. پلونه مو پر بمبو الوزل کيږي. پر مونږ
    سرې عام قتال جوړ دى. دا ولې دا چا؟ د څه لپاره؟ دا ځکه مونږ دهشگر يو ځه د دوى
    خبره ده سمه زه د نړيوالو او ملل متحده نه دا پوښتنه کوو، چې دا پر زرگونو حيوانات،
    څارويي چې په هوايي بمباريو کې د مينځ ولاړ ايا دا هم دهشتگرو. هغه حيوان دى. دا هم
    ښه خبره ده، چې امريکايان يا د ناټو قواوې د افغانستان د حيواناتو هم ويره کوي دويم
    مسله خپله کورنۍ مسله ده، چې هغه په افغانستان کې ادارې فساد له منځ وړل دي زه به
    کرزي صاحب ته دا ووايم، چې انډيواله هسې دا ملت نور مه غولوه په پارلمان کې دې ټول
    د بهرنيو هېوادونو ايجنټان ناست دي. وزيران او واليان دي ټول بېسواده دي او که کوم
    يو وزير دې سيواد لري نو هغه هم د خدمت په نيت نه دى درغلى هغه د جيبونو ډکول، د
    بانکوونو ډکول غواړي؛ځکه همدا موقعه ده، چې ځانونه ماړه کړي او بچي دلته په لندن کې
    اکسفورډ کالجونو او د امريکا په پوهنتونو کې زده کړې تر سره کړي. په شرابو هم ښه
    ماړه دي. په پيسو هم دوى افغانستان پيژني هم نه او زومونږ د هېواد تنکي او ښکلي
    ماشومان دي په باروتو کې ناست وي او زده کړې تر سره کوي. ډير د افسوس خبره ده. کرزي
    صاحب دا دوه تابعيت وزيران دي، چې لږه سحته پرې راشي اروپا ته به راوتښتي دغه بې وس
    خلک به څه کوي څوک به پرې بيا څه لوبې کوي. بيا به د پښتو د کمپيونو ته مهاجر کيږي
    زمونږ پېغلې به پر پردو هېوادنو کې حيراتونه غواړي.اخر تر کومه به مونږ داسې زوريږو
    اخر تر کومه به مونږ داسې ژړيږو مونږ خندا نه شو کوى . زمونږ ميندې هر وخت په ژړا
    وي مجرم څوک دى؟ څوک راونيسم. د چا گريوان ته لاس واچوم. نور خو مې پر وطن کې د
    هديرې ځايونه هم نه شته هديرې نورې ډکې شوي. نړيوالو د خداى لپاره زما پر ملت زړه
    سوى وکړې. د الله د قهر نه وويريږئ بس دى زمونږ په کلي کې جنگ مه جوړوئ مونږ نور د
    ژړاگانو ستړي شوي وي يو، خير دى د خندا لږ وخت راکړئ. اخر مونږ هم انسانان يو د
    ژوند او د مينې حق لرو؛ځکه مينه د ژوند دويم نوم دى. تاسو مونږ خپلو کارونو ته
    پريږدئ مونږ په خپلو کې سره جوړ يو تا سو مونږ کې بېلتون مه راولئ اى افغانانو
    وروڼو پردې باندې ښه فکر وکړئ، چې بهرنيان زمونږ هېواد نه شي جوړولې . راځئ ، چې يو
    بل ته د مينې محبت ورورلۍ لاسونه ورکړو تر څو خپل وطن پر خپله ودان کړو بس دى ډېر
    موپرديو لاسونو ته وگتل خو تر اوسه يې کومه نتيجه ورنه کړه، چا رښتيا ويلي دي، چې
    پردى کټ د نيمو شپو وي هغوى خپل ځان نه شي ساتلى نو مونږه به څنگه وساتي کرزى په
    خپله ماڼۍ کې ويريږي بهر نه شي رواتلى نو ستا سو تپوس به څنگه وکړي ، خو افسوس ، چې
    زمونږ خلک ترې اوس هم طمعه لري دوى به کله پوهيږي

     

  2. خبره داسي ده چې که دافغانستان کوم درداوغم یې کمولای شوې نوکرزي ۸ کاله مالي اونظامي امکانات درلودل بایدیوڅه یې کړي وای . دغه رازخلیل زاددبوش دمشاورپه توګه دافغانستان اونړۍ په حالاتوکی هیڅ بهتري رانه وستله بلکه دادخلیل زادمشورې وې چې دامریکابهرنۍ پالیسي یې له ناکامۍ سره مخامخ کړه . دې دواړوچې په تېرو۸ کالوکی کومه نتیجه نه درلوده ، په راتلونکو۵ کالوکی چې هرمالي امدادبه محدودهم وي ، څه نیجه به ورکړي ؟
    دابه دباراک اوباما دحکومت عټه غلطي اوراتلونکي ناکامي وي چې دبوش ددورې ناکام لوبغاړي بیا میدان ته راوباسي . افغانستان دمشرتابه بدلون ته ارشدضورت لري اوپرته له دې به عامه بدل اومثبت ذهنیت اوحالت رامنځته نه شي .