کور / خبرتیا او پيغامونه / د جنوب ختيزې سيمو د ژورنالستانو د مننې پيغام

د جنوب ختيزې سيمو د ژورنالستانو د مننې پيغام

د جنوب ختيزې سيموژورنالستانو، ليکوالو او شاعرانو له هغو ټولو فرهنګي او مدني ټولنو، په انټرنيټ  کې د پښتو ويبپاڼو له چلوونکو  او همدا رنګه د اطلاعات او کلتور له وزارت څخه د زړه له کومې مننه کوي چې د نوراجان  بهير بې موجبه بندي کول يې غندلي وو او اعلاميې يې خپرې کړې وې.
د ختيزې سيمو ژورنالستان او فرهنګيان وياړي چې د ټول افغانستان په کچه د فرهنګيانو او ژورنالستانو غبرګون يو او مثبت و. دوی زياتوي چې دا همغږي او پيوستون چې د نوراجان بهير په نيولو فرهنګيانو وښوده، په تيرو کلونو کې يې مثال نه شو موندلی. دوی دعا کوي چې الله تعالی دې زموږ د پښتو ژبې فرهنګيان او ژورنالستان د تل له پاره همداسې په اتفاق لري. آمين