کور / تازه خبرونه / پكتيكا: ځانمرګى تر بريد دمخه وژل سوئ دئ

پكتيكا: ځانمرګى تر بريد دمخه وژل سوئ دئ


د پكتيكا ولايت چارواكي وايي يو ځانمرګى بريد كوونكى وروسته له هغه وژل سوئ دئ چي د پوليسو له خوا وپېژندل سو.


چارواكي وايي دغه كس د برمل ولسوالي په بازار كي غوښتل د افغان او ايتلافي ځواكونو پر ګزمه حمله وكړي، خو د پوليسو له خوا وپېژندل سو او وروسته يې ځان وچاودئ.


د پوليسو په وينا ياد سوي كس د چاودونكو توكو صدرۍ هم اغوستې وه تر پېژندني وروسته په ټكسي د تېښتي هڅه كوله د ټكسي ډرايور او دوه پوليس يې ورسره ټپيان كړل او خپله دى وژل سوئ دئ.