د سوات، بونير او ملكنډ له پوځي عملياتو يوه مياشت تېرېږي، خو په دې سيمو كي لا اوس هم د مولانا فضل الله د طالبانو تبليغات روان دي.
د يادو سويو سيمو اوسېدونكي وايي په سيمه كي د مولانا فضل الله ايف ايم راډيو اوس هم پر ۹۶ او ۹۷ فريكونسيو باندي ښه صافه اورېده كېږي.
د مينګوري څخه راغلي يوه كډوال د بي بي سي اردو څانګي ته وويل حكومت پر دې نه دئ توانېدلئ چي د فضل الله د راډيويي نشراتو مخنيوى وكړي او دا ډله اوس هم له دې لاري د حكومت ضد جنګ ته د ځوانانو په جلبولو كي پراخ كمپاين كوي.
د فضل كريم په نومه له منيګوري څخه راغلي يو كس وويل د فضل الله راډيو د طالبانو په ګټه پرله پسې تبليغات او ځينو مخالفو مشرانو ته د مرګ ګواښونه كوي.
د فضل كريم په وينا ځيني وختونه خو لا داسي هم پېښېږي چي د حكومت راډيو بنده سي، څو شېبې وروسته پر همدغه څپو د طالبانو د راډيو نشرات شروع سي.
د ځايي اوسېدونكو په وينا سره له دې چي طالبان او حكومت د يوه او بل د نشراتو مخنيوى كوي، خو يوه ډله هم پر دې نه ده توانېدلې چي د مخالف لوري تبليغاتي نيټورك له منځه يوسي.