کور / تازه خبرونه / په كندهار كي شپږ وسله وال طالبان وژل سوي دي

په كندهار كي شپږ وسله وال طالبان وژل سوي دي

 


د كندهار د ارغنداو ولسوالي اوسېدونكي وايي نن دوهمه ده چي ښار ته څرمه د عباس آباد، چارباغ او پيرپايمال په سيمه كي د دولتي ځواكونو او طالب جنګياليو ترمنځ جنګ روان دئ.


د چارشنبې په ورځ په جنوب لوېديځه حوزه كي د ۲۰۱ اتل قول اردو قومندان جنرال شيرمحمد ځاځي زينهووا آژانس ته په خبرو كي دغه جنګ تائېد كړ او وايي په ترڅ كي يې شپږ طالبان وژل سوي دي، چي مړي يې اوس هم د جنګ پر ميدان پاته دي.