کور / تازه خبرونه / په زرونو كيلوګرامه نشيي مواد نيول سوي دي

په زرونو كيلوګرامه نشيي مواد نيول سوي دي

د كورنيو چارو وزارت وايي د هلمند په ولايت كي يې د عملياتو پر مهال د نشيي توكو تر لسو ډېر لابراتوارونه له منځه وړي او څو ټنه نشيي مواد يې نيولي دي.


په كورنيو چارو وزارت كي د نشيي موادو سره د مبارزې رياست وايي ۳۳۱۸ كيلوګرامه اپين، ۶۰ كيلوګرامه چرس، ۷۵۰ كيلوګرامه د هيروئينو پوړۍ او ۴۷۰۰ كيلوګرامه كيمياوي مواد چي د هيروئينو په جوړولو كي كار ځني اخيستل كېږي په لاس ورغلي او له منځه وړي دي.


د چارواكو په وينا دغه ټول مواد په تېرو څو ورځو كي د هلمند د سنګين ولسوالي په ساروان كلا سيمه كي د عملياتو پر مهال په لاس ورغلي دي.