کور / تازه خبرونه / د چارباغ او پير بابا سيمې د حكومت كنټرول كې راغلې

د چارباغ او پير بابا سيمې د حكومت كنټرول كې راغلې


د چارشنبې په ورځ د پاكستان يوه خصوصي تلويزيون جيو خبر وركړ، چې د پښتونخوا ايالت د مينګورې چارباغ سيمه چې په ترڅ كې يې يو امنيتي سرتېرى ټپي او دوه تنه ووژل شول تر كنټرول لاندې راغله. سرچينه زياتوي دوهمه سيمه د بونير د پير بابا سيمه ده چې د يوه امنيتي مسول فياض په وينا د امنيتي ځواكونو تر كنټرول لاندې راغلې ده.

د پښتونخوا ايالت يو شمېر لوړ پوړو چارواكو د سفر پر مهال له نوموړې سيمې څخه ليدنه وكړه چې په كې د ملي عوامي نشنل ګوند يو مشر افراسياب خټك او نور چارواكي شامل و.

ياده دې وي چې دا هغه سيمې دي چې د څو مياشتو راهيسې د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ په كې جګړه روانه ده، چې له امله يې شاوخوا دوه نيم ميليونه اوسېدونكي له نوموړې سيمو څه كډي كړې دي او زيات شمېر دولتي او وسله والو كسانو ته په كې مرګ ژوبله اوښتې ده.