دوو پرله پسې چاودنو د يوې شخصي كمپنۍ ۱۰ تنه ساتونكي ووژل.
د پكتيا د پوليسو قومندان عزيزالله وردګ وايي د چارشنبې په ورځ د يوې شخصي امنيتي كمپنۍ پر سرتېرو د ماين چاودني يو تن وواژه چي ورپسې د همدغه ولايت په څمكنۍ ولسوالي كي د ماين دوهمي چاودني نهه تنه نور پوليس ووژل.
عزيزالله وردګ وايي دغه ټول د يوې شخصي امنيتي كمپنۍ پوليس وه چي په سيمه كي يې د امريكايي پوځيانو د مركز ساتنه كوله، خو دا يې ونه ويل چي په كومه شخصي كمپنۍ پوري اړه لري.