کور / تازه خبرونه / د خوست، پكتيا او پكتيكا ژورناليستانو بېړنۍ غونډه وكړه

د خوست، پكتيا او پكتيكا ژورناليستانو بېړنۍ غونډه وكړه

د خوست، پكتيا او پكتيكا ولايتونو ژورناليستانو نن د چارشنبې په ورځ تر غرمې دمخه يوه بېړنۍ غونډه وكړه او له افغان او ايتلافي ځواكونو څخه يې د نيول سوي ژورناليست نوراجان بهير د خوشي كېدو غوښتنه وكړه.


د يادو سويو درو ولايتونو ژورناليستانو په يوه خوله پرېكړه وكړه چي كه دولت او ايتلافي ځواكونو ښاغلى بهير ژر ترژره خوشي نكړي، دوى به د حكومت او ايتلافي ځواكونو د خبرونو له خپرولو څخه روژه اعلان كړي.
ايتلافي ځواكونو تېره شپه په خوست كي آزاد خبريال، ليكوال او شاعر نوراجان بهير له دوو وروڼو سره د خپله كوره څخه د تحقيقاتو په بانه د بندي په توګه بېولئ دئ.


بلي خواته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د جنوبي اسيا هيوادونو د خبريالانو ټولني سفما غړو د ښاغلي بهير د نيول كېدو غندنه كړې او دا كار يې د بيان او مطبوعاتو د آزادۍ پرضد او د افغانستان له قانون څخه سرغړونه بللې ده.


د بي بي سي د يو تازه خبر له مخي ښايي چي بهرني ځواکونه به خبريال نورا جان بهير د ۲۴ ساعتونو په دننه کښي خوشي کړي .