په خوست كي مېشتو امريكايي ځواكونو منلې چي تېره شپه يې افغان خبريال، ليكوال او شاعر نوراجان بهير له دوو وروڼو سره له كوره ايستلئ دئ.
د نوراجان بهير پلار بي بي سي راډيو ته وويل امريكايي پوځيان يې كور ته بې له اجازې تېره شپه ورغلل، كور يې تلاښي كئ او درې زامن يې ځني بوتلل.
ايتلافي ځواكونه وايي ښاغلى بهير او د هغه وروڼه يې د تحقيقاتو دپاره بېولي دي، خو دا يې نه دي ويلي چي د څه شي په باب تحقيقات ځني كوي.
نوراجان بهير د افغان فرهنګي كړيو په منځ كي د يوه فعال فرهنګي او كارنده ځوان په حيث پېژندل كېږي، چي له تېرو څو كلونو راهيسي په خوست، پكتيا او پكتيكا ولايتونو كي د كليد راډيو او بېلابېلو پښتو ويبپاڼو او چاپي رسنيو سره قلمي همكاري كوي.
د خوست ميډيا سنټر غړيو له افغان حكومت او ايتلافي ځواكونو څخه د هغه د ژر ترژه خوشي كېدو غوښتنه كړې ده.
د ښاغلي بهير پلار وايي دوه نور زامن يې كومه دنده نه لري، كم عمره زلميان دي چي په ښوونځي كي په زدكړو بوخت دي.